د امریکا د اقتصادي بندیزونو د اولې مرحلې له پیل سره پر تهران اقتصادي فشارونه ورځ په ورځ زیاتېږي.
په دې حال کې، د ایران پارلمان پرون چهارشنبه د هغه هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزیر علي ربیعي سلب صلاحیت کړ.
د پارلمان غړو له علي ربیعي د دې لپاره چې بېکاري زیاته شوې، دولتي مأمورینو ته معاشونه نهدي رسېدلي او د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې اداري فساد زیات شوی د باور رأیه واخیسته.
د پارلمان له ۲۴۳ غړو ۱۲۹ علي ربیعي ته د عدم اعتماد رأيه ورکړه او هغه بېصلاحیته شو.
ویل کېږې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به راتلونکې اوونۍ پارلمان ته ورشي.
روحاني به هم د پارلمان غړو ته پر ایران د زیاتېدونکي اقتصادي فشار له امله د ایراني ریال د نرخ د لوېدو، اقتصادي کمزورۍ او له دې سره د تړلو ستونزو په اړه معلومات ورکړي.
دونالد ټرمپ: هر څوک چې له ایران سره تجارت کوي، له امریکا سرهیې نهشي کولای.
پر ایران د امریکا د متحده ایالاتو د اقتصادي بندیزونو لومړۍ مرحله د اګسټ پر اوومه نېټه پیل شوه.
په دې پړاو کې د ایران ټولې هغه مالي معاملې چې په ډالرو کېږي، د ایران د موټر جوړولو صنعت، د تجارتي الوتکو، سرو زرو او نورو فلزاتو واردات او د ایراني غالیو صادرات تر بندیز لاندې شول.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د بندیزونو د انفاذ د فرمان تر ورکولو وروسته پر ټویټر ولیکل:
"هر څوک چې له ایران سره تجارت کوي، له امریکا سرهیې نهشي کولای."
د ایران او منځني ختیځ د چارو کتونکي، منصور فرهنګ له نیویارکه ازادي راډیو ته وویل:
"د امریکا د بندیزونو د برحاله کېدو هدف دا دی چې په سیمه کې د ایران نفود مهار شي، له سوریې د ایران پوځ ووځي، له حزبالله سره د ایران پوځي او راکټي مرستې بندې شي."
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر د روان کال په مې میاشت کې اعلان وکړ چې له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، وځي.
له دې امله د امریکا د هغو اقتصادي بندیزونو برحاله کېدو ته لاره پرانیستل شوه چې ایران د موافقې پر اساس، ورڅخه وتلی و.
د ایران د تېلو د صادراتو پر سکټور او مرکزي بانک به د روان مېلادی کال په نومبر میاشت کې د امریکا بندیزونه ولګېږي.
د ایران امنیتي ادارو د اګسټ په پنځمه نېټه د هغه هېواد د مرکزي بانک د بهرنیو اسعارو د تبادلې د برخې مرستیال توقیف کړ.
د ایراني ریال ارزښت د روان میلادي کال د اپرېل له میاشتې راهیسې تقریباً ۵۰ فیصده رالوېدلی دی.
د ایران د پلازمېنې تهران په ګډون د هغه هېواد په ډېرو ښارونو کې خلکو په وروستیو کې پرلهپسې مظاهرې وکړې او له حکومتهیې د اقتصادي وضعیت د ښه کولو غوښتنه وکړه.