د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۵۸

د روس او پاکستان پوځي چارواکو د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړي


د روسیې د دفاع مرستیال وزیر د پاکستان سفر کړی او د دې هېواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره‌یې د سیمې د امنیتي وضعیت په ګډون په یو لړ مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې د سې شنبې په ورځ په‎دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي:

"د روسیې د دفاع مرستیال وزیر «Colonel General Alexander V. Fomin» پاکستان ته د خپل سفر په اوږدو کې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره په دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي."

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر
د روسیې د دفاع مرستیال وزیر

خبرپاڼه همدا شان زیاتوي:

"پاکستاني او روسي پوځي چارواکو په لیدنه کې د دفاعي او امنیتي همکاریو په پراختیا هم خبرې کړي او همدا شان‌یې ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو لپاره د نړیوالې ټولنې ترمنځ پر ګډې او همکاریزې تګ‎لارې ټینګار کړی دی."

که څه هم د پاکستان پوځي مقاماتو پاکستان ته د روسیې د مرستیال دفاع وزیر د راتګ او د پوځ له مشر سره‌یې د لیدنې په اړه خبر ورکړی، خو دا یې نه‎دي ویلي چې د روسیې د دفاع وزیر پر څو ورځني سفر پاکستان ته تللی و.

په‎دې وروستیو کې د روسیې او پاکستان ترمنځ سیاسي او پوځي اړیکې د پخوا په پرتله ډېرې ښې شوي او د دواړو هېوادونو سیاسي او پوځي مشرانو د یو بل هېوادونو ته سفرونه هم کړي دي.

د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د روسيې رسمي سفر وکړ او د دې هېواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره‌یې د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې.

تر دې وروسته په تېره جولای میاشت کې د پاکستان، ایران، روسیې او چین د استخباراتي ادارو مشرانو په اسلام‎اباد کې سره ولیدل او په یو لړ سیمه‎ییزو مسایلو یې خبرې وکړې.

سرګئي ناریشکین
سرګئي ناریشکین

د روسیې د بهرنیو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناریشکین «Sergei Naryshkin» د دغه غونډې په حواله ایراني رسنیو ته ویلي و چې د دغې غونډې ډېر تمرکز پر افغان خاوره د داعش وسله‌والې ډلې د ګواښ د زیاتېدو په اړه وو او دغه ډله‎یې ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ بللی و.

د یادونې وړ ده چې د روس او پاکستان ترمنځ پوځي او سیاسي همکارۍ په‎داسې حال کې د پراخېدو په حال کې دي چې په‎دې وروستیو کې په افغانستان کې داعش وسله‎والې ډلې چې روس‌یې د سیمې لپاره ګواښ بولي، د خپل شتون ثابتولو لپاره پراخ خونړي ترهګریز بریدونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG