د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۳۰

پاکستاني او روسي پوځي چارواکو د پوځي اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړي


د پاکستان او روسیې پوځي چارواکو په روسیه کې سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ‌یې د پوځي اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر د روسیې پایتخت مسکو ته تللی دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو اداره «ISPR» په‎دې اړه په یوه خپور کړي بیان کې ویلي:

"جنرال قمر جاويد باجوه د روس په رسمي سفر مسکو ته رسېدلی او هلته‌يې د روس د ځمکني پوځ له قوماندان جنرال اوليګ ساليوکوف سره په کرملېن کې ليده کاته کړي دي."

جنرال اوليګ ساليوکوف
جنرال اوليګ ساليوکوف

​خبرپاڼه زياتوي:

"له جنرال قمر جاوید باجوه سره د لیدنې پر مهال اوليګ ساليوکوف وويل چې پاکستان له جيو ستراتېژیک پلوه يو مهم هېواد دی او دوی غواړي چې ورسره د پوځونو په کچه اړيکې پراخې کړي."

خبرپاڼه کاږي چې ساليوکوف د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان لاسته راوړنې او د سيمې په ثبات کې يې د دې هېواد د رول ستاينه کړې او کاږي:

"جنرال قمر جاويد باجوه د پوځونو په کچه د اړیکو پر پراخولو ټینګار وکړ او ويې‌ويل چې روسيې د سیمې په پېچلو حالاتو کې مثبت رول لوبولی دی."

په‎دې وروستیو کې د پاکستان او روسیې ترمنځ اړیکې د تېر په پرتله ډېرې غوړېدلي او د دواړو هېوادونو سیاسي او پوځي مشرانو اسلام‎اباد او مسکو ته سفرونه هم کړي دي.

د دې تر څنګ د پاکستان او روسیې پوځيانو په پاکستان او روسیه کې په لومړي ځل ګډ پوځي تمرینات هم کړي او پاکستان په پېښور کې د روسیې افتخاري قونسلګرۍ هم پرانیستې ده.

د یادونې وړ ده چې د سیاسي چارو ځیني کارپوهان د اسلام‎اباد او مسکو پراخېدونکې اړیکې په‎دې وروستیو کې د پاکستان او امریکا د کړکېچنو اړیکو نتیجه بولي.

XS
SM
MD
LG