د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د نورستان مرکز پارون ته د غځېدلي سړک خرابوالي خلک سره ستونزو سره مخ کړي


د نورستان اوسېدونکي او چارواکي وايي، د کونړ له مرکز اسعداباد څخه د نورستان تر مرکز پارون پورې غځېدلی سړک کنډو کپر دی چې له امله يې دوی له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

یو تن مولوي عبدالجلال حقاني چې اسعد اباد تهله پارونه راغلی د سه شنبې په ورځ ازادي راډیو ته د سړک د خرابوالي په اړه وویل:

"سړک دومره خراب دی چې موږ راتللو نو وجود او په ځانګړي ډول پښتۍ او تشي مو زیات دردېدلي او یو شمېر کسان خو ډاکټرانو ته لاړل او بله خبره داده چې له ډېرو دوړو او خاورو له امله مو مخونه دومره زیات په خاورو ککړ و چې له پېژندلږ وتلي و، موږ روغ و او که ناروغان پرې را انتقالېږي د هغوی حالت نور هم خرابېږي."

د نورستان د ښځو چارو پخوانۍ رئیسه مېرمن زاهده فیضان وايي، د سړک د کنډو کپر والي په وجه د سړیو په پرتله خویندې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

مېرمن فیضان وویل:

"ډېری ناورغې خویندې په تذکرو ډوله له لرګیو جوړو جنازو کې له لېرې پرتو سیمو موټرو ته رارسوي، خو سړکونه دومره کنډو کپر دي چې زیاتې ناروغانې روغتون او ډاکټر ته له رسېدو وړاندې سا ورکوي او مري."

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم هم د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د یاد سړک د جوړولو او ترمیم په اړه يې د فواید عامې وزارت له چارواکو سره خبرې کړي او هغوی ورته د سړک قیرکولو بې شمېره ژمنې ورکړي، خو تراوسه يې یوه هم نه ده عملي کړې.

حافظ عبدالقیوم
حافظ عبدالقیوم

هغه وویل:

"د نورستان دغه لاره چې له کونړ څخه پارون ته غځېدلې په ډېر بد حالت کې ده او په دې اړه مو د فواید عامې وزیر صاحب سره څو ځله غونډې کړي او په ځانګړي ډول مو د سړکونو د ساتنې او مراقبت چارو معین سره زیاتې ناستې او بحثونه کړي، خو متاسفانه چې تراوسه يې ورته لازمه پاملرنه نه ده کړې، همدا اوس یو اړین ترمیم ته اړتیا لري ځکه د ژمي بارانونو، واورو او داوړي سېلابونو لارې ډېرې خرابې کړي دي."

والي وايي، د نورستان د سړکونو د جوړلو په اړه ولسمشر غني هم د فواید عامې وزارت ته سپارښتنې کړي، خو هغې ته هم د یاد وزارت مسؤلینو اهمیت نه دی ورکړی.

نوموړي زیاته کړه چې یو ځل بیا غواړي د ټولګټو وزارت سره د سړکونو د خرابوالي ستونزې شریکې او هغوی ته کړې ژمنې وریادې کړي.

هغه وړاندې وویل:

"زه سبا د فواید عامې له وزیر سره ملاقات لرم او په همدې موضوع ورسره خبرې کوم چې ولې د نورستان سړکونو جوړولو ته پام نه کوي ؟که چېرته مې له هغوی د کار پیل کېدو ډاډ ترلاسه نه کړ بیا د ولسمشر خواته ورځم."

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه لېرې پروت غرنی ولایت دی چې په لغمان او کونړ کې ورته لارې تېرې شوي چې تراوسه په نورستان کې پوخ سړک وجود نه لري.

کوم سړک چې له اسعداباد څخه د کونړ ماڼوګې ولسوالۍ دوردیش پورې پخوا څو کاله وړاندې قیر شوی و هغه هم اوس بېرته ویجاړ شوی او بیا رغونې ته زیاته اړتیا لري.

راپور: روح الله انوري

XS
SM
MD
LG