د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل وايي وختیې رسېدلی څو پاکستان له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د هڅولو په خاطر عملي ګامونه پورته کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې قوماندان جنرال جوزف ووټل له افغان حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د هڅولو په خاطر د پاکستان همکاري مهمه بولي.
هغه وویل وختیې رارسېدلی چې پاکستان دا کار ترسره کړي.
ښاغلي ووټل زیاته کړه:
"موږ له پاکستان سره له نږدې کار کوو څو د هغه مهمه رول په لوبولو کې چې ژمنهیې کړې ده ورسره مرسته وکړو. زموږ رول دا دی چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له دې پروسې تر خپلې وسې ملاتړ وکړو، نو ځکه هر څه چې زموږ په وس کې دي د دې پروسې لپارهیې ترسره کوو."
جنرال ووټل دا خبرې د دوشنبې په ورځ د اسد یا زمري میاشتې په لومړۍ نېټه په کابل کې یوې خبري غونډې ته وکړې.
په دې غونډه کې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم برخه اخیستې وه.
د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن
ښاغلي نېکلسن وویل چې امریکا چمتو ده څو د افغانستان د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ په خبرو کې برخه واخلي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژۍ وضعیت بدل کړی دی.
ښاغلي نېکلسن وویل:
"د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ د ستراتېژۍ تر اعلان شپږ میاشتې وروسته موږ د سولې لپاره اساساً دوه وړاندیزه لرل. لومړی د ولسمشر غني له قید او شرط پرته وړاندیز چې نړیوالې ټولنې په یوه خوله ملاتړ ترې وکړ. دوهم د امریکا خلکو ته د طالبانو سرخلاصی لیک چې هغوی پهکې د خبرو لپاره د خپل دریځ اصلي ټکي بیان کړي وو. کله چې تاسې دغو دوو مسئلو ته پام وکړئ د خبرو د ترسره کولو لپاره یو نوی ټکی په لاس درکوي."
پاکستان تل امریکایی چارواکو ته وایي چې له ترهګرۍ سره یې مبارزه کړې ده
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله ستراتېژي ۲۰۱۷ کال د اګست په ۲۲ اعلان کړه او په پاکستانیې تُند انتقاد وکړ چې په افغانستان او امریکايي ځواکونو بریدګر ترورېستانیې په خپله خاوره کې ساتلي دي.
جنرال نېکلسن: د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا ستراتېژۍ وضعیت بدل کړی دی.
خو پاکستان وایي چې له ترهګرۍ سرهیې مبارزه کړې ده.
امریکايي چارواکي په داسې حال کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان په همکارۍ ټینګار کوي چې د افغانستان، امریکا، عربي متحده اماراتو او سعودي عربستان د ملي امنیت سلاکاران د سې شنبې په ورځ د عمل یو پلان بشپړوي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه د دوشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پلان له مخې به د افغانستان د سولې د پروسې د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وشي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و سره له دې چې طالبانو یې د سولې وړاندیز رد کړ، خو دی لا هم باوري دی چې دا ډله هڅولای شي څو له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.