د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۰

په پاکستان کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده نن پای ته رسېږي


په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي هیله ښيي چې د پاکستان لنډ مهالی حکومت به په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو موه وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو قانوني موده نن شنبه د جون ۳۰مه پای ته رسېږي.

که څه هم په پاکستان کې د اافغان کډوالو د اوسېدو موده د روان کال په لومړیو کې پای ته ورسېده، خو بیا وروسته د پاکستان مخکیني حکومت په پاکستان کې د راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده لومړی دوه میاشتې او بیا یې د جون تر پایه وغځوله.

که له یوې خوا په پاکستان کې د اوسېدونکو لکونو افغان کډوال د اوسېدو قانوني موده نن پای ته رسېږي، خو په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو اتشې چارواکي هیله ښيي چې د پاکستان لنډمهالی یا سرپرست حکومت به په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده تمدید کړي.

د دغه اتشې مشر عبدالحمید جلیلي له ازادي راډیو سره په خبرو کې همداشان وویل چې که څه هم ښايي لنډ مهالی حکومت به د یوه نوټیفیکشن له لارې د کډوالو د اوسېدو موه تمدید کړي، خو تمه یې وښوده چې:

"په راروانه میاشت کې به په پاکستان کې تر ټولټاکنو او د نوي حکومت تر جوړېډو وروسته دغه حکومت د کډوالو په اړه ثابته پریکړه وکړي."

نوموړی په دې اړه وايي:

"د جون تر اخره پورې دا وخت ختمېږې، خو متوقع دا ده چې نګران حکومت به د یو نوټیفیکشن په اساس باندې یو څه وخت نګرانه کابینه مهاجرینو ته ورکړي او راتلونکی چې کوم حکومت راځي، هغه به بیا په دې باندې ثابت تصمیم نیسي."

د راپورونو له مخې، دا مهال په پاکستان کې تر ۱ میلیون زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې د پاکستان، افغانستان او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې په تفاهم ورته په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد ورکړل شوي دي.

سربېره پر دغو کډوالو په دې وروستیو کې د پآکستان حکومت د افغانستان د حکومت او د کډوالو د نړېوالې ادارې «OIM» په همکارۍ په پاکستان کې مېشت شاوخوا ۷ لکه نور غېر راجسټر کډوال هم راجسټر کړل، خو تر دې دمه یې لا ورته اسناد نه دي ورکړي.

له پاکستانه خپل هېواد ته په خپله خوښه د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ هم روانه ده او د کډالو اتشې د چارواکو په وینا چې د ورځې ګڼ شمېر افغان کډوال پخپله خوښه هېواد ته ستنېږي چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې له خوا ورسره نقدي مرسته هم کېږي.

د یادونې وړ ده چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د نړېوالې ادارې هم څو ورځې وړاندې هیله ښودلې وه چې د پاکستان حکومت به په دې هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده وغځوي.

XS
SM
MD
LG