د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۴۸

روحاني: ایرانیان به د امریکا د فشارونو په وړاندې په ګونډو نشي


د ایران ولسمشر په دې هېواد کې د ژورو اقتصادي ستونزو له کبله ګرم واشنګټن وباله او ویې ویل چې د ایران خلک به روانو ستونزو په وړاندې په ګونډو نشي.

ولسمشر حسن روحاني تېره شپه په یوه تنده ټلویزیوني وینا کې واشنګټن د ایران د اقتصادي ستونزو عامل وباله خو ویې ویل، ایران به ټولې ستونزې او فشارونه ومني مګر خپله خپلواکي به ترې ځار نه کړي.

هغه د ایران له خلکو وغوښتل چې یوموټی پاتې شي څو امریکایان په ګونډو کړي.

ولسمشر روحاني له څو میاشتو راهیسې د اقتصادي ستونزو له کبله تر سخت فشار لاندې دی ځکه وروسته له هغه چې د ایران د پیسو واحد په تېرو شپږو میاشتو کې خپل نیمايي ارزښت له لاسه ورکړ په بازارونو کې د موادو بیې لوړې شوې او په روانه اونۍ کې د تهران په لوی بازار «بازار بزرګ» کې د دوکاندارانو او سوداګرو د اعتراضونو باعث شو.

د ایراني پیسو ارزښت وروسته له هغه په چټکۍ سره راکم شو چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمي موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او ټینګار یې وکړ چې امریکا به یوځل بیا پر تهران بندیزونه نافذ کړي.

ایران
ایران

په نوامبر میاشت کې د بندیزونو د نوي کېدو په درشل کې د تېلو په بازار کې- چې ایران په ورځ کې دوه نیم میلیون بیرله اومه تېل پکې پلوري هم ګډوډي جوړه شوې او کارپوهان اټکل کوي چې د ایران د تېلو صادرات ښايي په ورځ کې تر اته لکه بیرلو پورې کم او ورسره د ایران د خلکو مصیبت لا زیات شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د ایران د اقتصادي ستونزو پړه د دې هېواد د حکومت پر پالیسیو اچولې او ویلي یې دي چې ایران په سوریه کې پوځي مداخله کوي او په منځني ختیځ کې حزب الله، فلسطینۍ حماس ډله، د یمن حوثي یاغیان او خپل نور متحدان تمویلوي.

پامپیو پرون پر خپله ټویټرپاڼه په یو پیغام کې ولیکل چې په ایران کې د اعتراضونو دوام حیرانوونکې خبره نه ده ځکه د ایران خلک له خپلو مشرانو غواړي چې ملي سرچینې په عادلانه ډول وویشي او د دوی مشروع غوښتنو ته ځواب ووايي.

د تهران د لوی بازار هټیوال پرون په داسې حال کې خپل کاروبار ته ستانه شول چې د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ای په امر ګڼ شمېر د مظاهرو ضد پولیس هلته حاضر و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل، ایرانیان د فساد، بې عدالتۍ او د مشرانو د بې کفایتۍ له کبله ناراضه دي خو نړیوال یې غږ اوري.

پامپیو زیاته کړه چې ایراني چارواکو د اصلاحاتو پرځای د خلکو د اعتراضونو ځپل پیل کړي دي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

په همدې حال کې د ایران د پارلمان له دریو دوه برخې وکیلانو له ولسمشر روحاني غوښتي دي چې د حکومت د اقتصادي چارو مسول چارواکي لیرې او نوي کسان وګوماري.

دې غوښتنې داسې اندېښنې رامنځته کړي چې ښايي ولسمشر په هېواد کې دننه په هغو ژمنو کې د پاتې راتلو له کبله له ستونزو سره مخامخ شي چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال یې کړې وې.

د ایران پارلمان دا صلاحیت لري چې له دریو د دوه برخې وکیلانو د غوښتنې په صورت کې وزیرانو ته د سلب اعتماد رایې ورکړي او له دې سره دا امکان شته چې مذهبي مشر ايت الله خامنه ای، ولسمشر روحاني د بې کفایتۍ په نوم له دندې لیرې کړي.

په یوه لیک کې چې د ایران دولتي رسنیو پرون خپور کړ د پارلمان له ۲۹۰ غړو څخه ۱۸۷ وکیلان له روحاني څخه غواړي چې د اقتصادي پالیسیو مسول چارواکي سمدستي بدل کړي ځکه د دوی په وینا په تېرو څو کلونو کې د هغوی ناسم اجراآت د خلکو د بې اعتمادۍ باعث شوي دي.

XS
SM
MD
LG