د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

دفاع وزارت: د هغو طالبانو په وړاندې به عملیات دوام ولري چې اوربند نه مراعتوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د داعش، القاعده او هغو طالبانو په مقابل کې د دوی عملیات دوام لري چې د اوربند اصول یې نه دي مراعت کړي.

که څه هم د حکومت له لوري د طالبانو په مقابل کې د یو اړخیز اوربند پای ته رسېدو ته دوه ورځې پاتې دي، خو د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۹ ولایتونو کې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې یاد عملیات د داعش، القاعده او هغو طالبانو په مقابل کې دوام لري چې د اوربند اصول یې نه دي مراعت کړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړی وايي:

"موږ د هغوی په مقابله کې چې پر افغانستان او خلکو یې برید کوي له مقابلې پرته بل انتخاب نه لرو او موږ مجبور یو چې له خپلو خلکو دفاع وکړو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر راتلونکو دوو ورځو به د طالبانو په مقابل کې د حکومت لس ورځنی اوربند پای ته ورسېږي.

که څه هم افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه اوربند د اعلان پر مهال هیله ښودلې وه چې طالبان به هم درې ورځنی اوربند وغځوي، خو طالبانو نه یوازې دا چې اوربند تمدید کړ بلکې خپلې حملې یې هم زیاتې کړي.

طالبانو رسنیو ته په استولي اعلامیه کې ویلي چې دوی د اختر په درې ورځو کې اوربند د حکومت د اوربند په مقابل کې نه بلکې د ولس د غوښتنې لپاره کړې وه او جګړه هم د دوی وروستی انتخاب دی.

له دې ټولو سره ـ سره د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په یو طرفه اوربند کې هېڅ ډول اصول په پام کې نه شي نیول کیدای ځکه چې دا ډول اوربند د ښکېلو خواوو په غوښه نه وي رامنځته شوی.

افغان کارپوه زلمی وردګ
افغان کارپوه زلمی وردګ

د پوځي چارو افغان کارپوه زلمی وردګ وايي:

"په ټوله نړۍ کې یو اړخېزه اوربند نشته ځکه چې اوربند د طرفینو له لوري د یو لړ اصولو په پام کې نیولو سره رامنځته کېږي، خو په یو اړخېزه اوربند کې هېڅ ډول اصول نه وي همدا دلیل و چې طالبانو د اختر څخه درې ورځې وړاندې کله چې ولسمشر اوربند اعلان کړ په همدغو درې ورځو کې خپلې حملې تېزې کړې."

د ښاغلي وردګ په خبره افغان حکومت باید د یو اړخېز اوربند د اعلان پرځای د سولې د ټینګښت لپاره د داسې اوږد مهاله اوربند ټینګېدو ته زمینه برابره کړې چې ټول اصول په پام کې ونیول شي او په کار ده چې ولس هم په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG