د انګلستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوالو یو ورځنیو کرکټ لوبو په تاریخ کې د تر ټولو زیاتو ۴۸۱ منډو جوړولو نوی نړیوال ریکاډ جوړ کړ.
تر دې مخکې هم په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو زیاتو ۴۴۴ منډو ریکارډ هم له انګلستان سره و.
دغې لوبډلې دغه ریکارډ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د پاکستان پر خلاف جوړ کړی و.
د انګلستان د کرکټ لوبډلې په یو ورځنیو لوبو کې د تر ټولو زیاتو منډو جوړولو ریکارډ د سه شنبې په ورځ د انګلستان د ټرینټ برچ ښار په لوبغالي کې د استرالیا کرکټ لوبډلې پر خلاف جوړ کړ.
د انګلستان لوبډلې په دغې لوبه کې په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۴۸۱ منډې جوړې کړې چې دا په یو ورځنیو کرکټ لوبو کې تر ټولو زیاتې منډې دي.
که څه هم د لوبې پچه استرالیا ګټلې وه، خو لومړی یې انګلستان ته د لوبې بلنه ورکړه.
انګلستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د خپلو اوپنرانو لوبغاړو د ښې لوبې پر مټ استرالیا ته ستر هدف ورکړ.
د انګلستان له لوري اوپنر جې. اېم بېرستو او الیکس هېلز تېزې سلیزې ووهلې او جې. جې روې ۸۲ او کپټان مورګن ۶۲ منډې جوړې کړې.
د انګلستان د لوبې په ځواب کې د استرالیا لوبډلې د خپلو ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۲۳۹ منډې جوړې کړې او لوبهیې په ۲۴۲ منډو وبایلله.
د استرالیا له لوري یوازې ټي. اېم هېډ تر ټولو زیاتې ۵۱ منډې جوړې کړې. اېم. پي سټونیس ۴۴، مارش ۲۴ فینچ ۲۰ میکسویل ۱۹ او اګار ۲۵ منډې وکړې.
د انګلستان په بالرانو کې عبدالرشید ۴، معین علي ۳ او ټي. اېم ویلي ۲ استرالیايي لوبغاړي وسوځول.
د انګلستان لوبغاړی الېکس هېلز د لوبې غوره لوبغاړی شو.
نوموړي د ۹۲ توپونو په لوبولو د ۵ شپږیزو او ۱۶ څلوریزو پر مټ ۱۴۷ منډې جوړې کړې وې.
راپور: ذبیح مومند