د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۲

سولې ته نوره څومره لاره پاتې ده؟


د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د افغانستان له ډ‌ېرو ولایتونو د عسکرو او پولیسو داسې عکسونه خپاره شول چې د طالبانو ترڅنګ ولاړ دي، وسلې یې په ګلانو بدلې کړې او د اختر په خوشحالۍ کې یوه او بل ته ورغاړیوځي.

له فراه تر هلمند او خوسته د خلکو په منځ کې د طالبانو، عسکرو او پولیسو د عکسونو او ویډیوګانو له لېدو داسې احساس کېده چې له دواړو خواو، هغه کسان چې په جبهه کې جنګېږي، له جګړې ستړي دي.

له وسله والو طالبانو د ولسي خلکو تود هرکلي چې په روانه جګړه کې یې هره خوشحالي تباه شوې، داسې ښودله چې خلک هم د سولې لپاره د خپلو عزیزانو پر وینه چې د افغانستان په جګړه کې وبهېده، سترګې پټوي او غواړي چې د جګړې له ختم سره مرسته وکړي.

د دوشنې او سې شنبې په ورځ د زابل د یوشمېر ولسوالیو سلګونه اوسېدونکو چې د افغانستان بیرغونه او د سولې شعارونه یې لېږدول، راوتلي وو او د اوربند د تمدید غوښتنه یې وکړه.

د هلمند د سولې کاروان کابل ته ورسېد.

په خوست کې هم یو شمېر خلک راپورته شوي او وايي چې جنګ بس دی.

په افغانستان کې په وروستیو اولسو کلونو په بې ساري ډول زیات انسانان ووژل شول، زخمیان شول، کورونه یې وسوځېدل او له خپلو مېنو تېښتې ته اړ شول.

په جګړه کې پر خورا زیاتو افغانانو داسې زیاتي او ظلمونه وشول چې ښايي هېرول یې ممکن نه وي، خو د سولې لپاره له وروستیو ولسي حرکتونو داسې څرګندېږي چې له جګړې ستړي شوي خلک، حتی تیار دی چې د سولې لپاره پر خپل ویر سترګې پټې کړي.

له هلمنده تر کابله د سولې د ولسي حرکت غړي
له هلمنده تر کابله د سولې د ولسي حرکت غړي

خو ایا سوله ممکنه ده؟

په دې اړه د افغانستان د سیاسي حالاتو څارونکي او ډيپلوماتان ضد او نقیض نظرونه لري.

یوشمېر څارونکي وايي، سره له دې چې افغانان سولې ته تږي دي، خو په حقیقي ډول د سولې تر ټينګېدلو ډېره لار پاتې ده.

د سیاسي چارو کتونکي غلام سخي اېشاني فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي:

"د دې وړاندوینه ګرانه ده چې راتلونکي ګامونه به څه وي، خو ښه خبره دا ده چې په اختر کې د اوربند له ټینګېدلو سره، اول ګام واخیستل شو، له هغو عسکونو او ویډيوګانو چې پر انټرنټ خپاره شوي، داسې معلومېږي چې دواړو خواوو ته په ټيټه کچه جنګیالي له جګړې ستړي دي."

د کوچني اختر په ورځو کې ډېرو هغو طالبانو چې د اوربند له مخې ښارونو ته تللي وو او هغو عسکرو او پولیسو چې له رسنیو سره یې خبرې کړې دي، د اعلان شوي اوربند د تمدید هیله څرګنده کړې ده.

د بېلګې په ډول، د طالبانو یوه قوماندان، بابا د اختر په دوهمه ورځ په ننګرهار کې د فرانسې د خبري اژانس خبریال ته ویلي:

"موږ اوربند ډېر ښه مراعت کړ، هر یو وګړی له جګړې ستړی شوی، که زموږ مشران راته ووايي، دا اوربند به تر ابده ټینګ وساتو."

خو یوشمېر څارونکي په دې نظر دي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د ټيټ رتبه طالبانو ترمنځ دې لنډ جوړجاړي د طالبانو رهبرۍ ته دا اندېښنې پېدا کړې چې ښايي ډېر وسله وال بېرته جبهې ته ولاړ نه شي.

د واشنګټن په ودروولسن تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د حالاتو څارونکي، مایکل کوګلمن فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي:

"د اوربند دوام به د طالبانو جنګیالیو ته دا څرګنده کړې وای چې سوله تر جګړې ښه ده."

کوګلمن ویلي، سره له دې چې د طالبانو له لوري اوربند نه دی تمدید شوی او د حقیقي سولې د ټینګښت امکان کمزوری دی، خو د اختر په ورځو کې د اوربند ټينګېدلو څرګنده کړه چې حقیقي سوله ممکنه ده.

د افغانستان د څېړونکو شبکې مشرې کېټ کلارک فرانس پرېس ته ویلي:

"طالبانو که دې ته کتلي وي چې په ښارونو کې هم د دوی په شان مسلمانان اوسي، هغوی هم انسانان دي، د ښارونو خلک هم د کلیو د خلکو په شان اختر کوي، هغسې روژه نیسي، نو بیا به ښايي ورته ګرانه وي چې پر هغو خلکو ډزې وکړي او ویې وژني."

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د کوچني اختر په پای کې له خپله لوري اعلان شوی اوربند تمدید کړ، خو طالبانو وویل چې د اوربند له ټينګولو سره علاقه نه لري او د افغانستان له حکومت سره د سولې په مذاکرو کې د ګډون په اړه رپوټونه یې هم رد کړل.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

فرانس پرېس وايي، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حملو له بیا پېل سره د افغانانو د خوشحالۍ لنډې شېبې پای ته ورسېدې، له هغه راهیسې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د وسله والو حملو او چاودنو خبرونه خپاره شوي دي.

په واشنګټن کې د ودرو ولسن په تحقیقاتي مرکز کې څارونکی مایکل کوګلمن وايي، یوازنۍ لار چې جمهور رئيس اشرف غني ته ورپاتې ده، دا ده چې د سولې ټینګولو لپاره هڅې جاري وساتي، ځکه د کوګلمن په وینا، جګړه له پوځي لارې نه ګټل کېږي او غني ته ښايي چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره یو ډول نه یو ډول خاتمه د مذاکرو له لارې پېدا کړي.

یوه غربي ډيپلومات چې هویت یې پټ ساتل شوی، فرانس پرېس ته ویلي چې د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند اعلان څرګندوي چې که ټول هغه مسايل چې د سولې لپاره ضروري دي، مراعت او ښه ځای پرځای شي، د خبرو او ډیالوګ موقع پېدا کېدلای شي.

XS
SM
MD
LG