د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۵۹

روحاني له خپلو چينايي او روسي سيالانو سره په يوه سرمشريزه کې برخه اخلي


د ايران ولسمشر به راتلونکې مياشت له خپلو چينايي او روسي سيالانو سره په يوه سرمشريزه کې برخه واخلي.

دا خبره په پيکېنګ کې چارواکو د دوشنبې په ورځ وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې دغه مشران هڅه کوي، هغه اټمي تړون وژغوري چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ورڅخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.

چين، روسيه او هغه اروپايي قدرتونه چې د ايران د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون‌يې لاسليک کړى، له دغه تړونه د امريکا د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا نافذېدو تر اعلان وروسته د دغه تړون د ژغورلو هڅه کوي.

د چين ولسمشر شي جين پېنګ به د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره د شانګهاى د همکارۍ سازمان د غونډې په څنډه کې وګوري.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وايي، په پام کې ده دغه غونډه د چين په ختيځ ښار چینګ‌دائو کې د جون پر ٩مه او ١٠مه وشي.

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‎يي
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ‎يي

د وانګ‎يي په خبره ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتين هم په دې سرمشريزه کې برخه واخلي.

د چين د بهرنيو چارو وزير ونه‎ويل چې د دې سرمشريزې په رسمي اجنډا کې به د ايران پر اټمي تړون بحث هم شامل وي که څنګه؟

د چين د بهرنيو چارو وزارت معين ژانګ هانوي د دوشنبې په ورځ وويل، دا به د ولسمشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د ولادیمير پوتين اول رسمي سفر وي.

پيکېنګ چې په تجارتي ډګر کې د ايران له مخکښو شريکانو ګڼل کېږي، د ايران د تېلو له سترو پېرودونکو څخه دى او داسې اشارې يې ورکړي چې د امريکا له وروستي اعلان سره سره به د ايران له رژيم سره کار ته ادامه ورکړي.

تمه کېږي په ايران کې د چين تجارت ډېر پراخ شي.

دا کار د امريکايي کمپنيو تر وتلو وروسته د راغلې خلا د ډکولو لپاره کېږي.

ممکن ځيني اروپايي شرکتونه هم د امريکا له مجازاتو د بچ کېدو لپاره له ايران سره خپل تجارت ودروي.

ايران دا مهال د شانګهاى د همکارۍ په سازمان کې د افغانستان، بلاروس او منګوليا په څېر څارونکى غړى دى، خو د دايمي غړيتوب لپاره‌يې له اوږدې مودې راهيسې هڅه کړې ده.

دغه تړون چې تر ډېره پر امنيتي او تجارتي مسايلو تمرکز کوي، د پخواني شوروي اتحاد څلور غړي هېوادونه هم په‎کې شامل دي.

پاکستان او هندوستان‌يې نوي غړي دي.

XS
SM
MD
LG