د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۱

د پوهنې وزارت: د امنتیي ګواښونو له امله سلګونه ښوونځي موقتاً تړل شوي


د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د جګړو او وروستیو امنيتي ګواښونو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې په موقت ډول سلګونه ښوونځي تړل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په ولسي کچه‌یې هڅې پيل کړي چې د عامو خلکو، سمه‌ییزو سپين ږیرو او مدني ټولنو په مرسته د پوهنې په وړاندې شته ګواښونه راکم کړي څو ښوونځي او زده‌کوونکي خوندي کړي.

د دغه وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» ازادي راډیو ته وویل چې په ځينو ځایونو کې شته ګواښونو د پوهنې په برخه کې فعالیتونه له ستونزو سره مخ کړي دي.

کبیر حقمل
کبیر حقمل

نوموړي زیات کړه:

"له بده مرغه لا هم تهدیدونه زموږ فعالیتونه ګواښي او په ځینو ځایونو کې یې له ستونزو سره مخ کړي یو، دې ته مجبور شوي یو چې په موقت ډول سلګونه ښوونځي وتړو، هیله‌مند یو چې د ورځو او وخت په تېرېدو دغه ګواښونه له‌منځه ولاړ شي، موږ په دې اړه خپلې اندېښنې له ملي امنیتي ځواکونو او امنیت شورا سره شریکې کړي، ګواښونه ۱۰۰ فیصده له‌منځه نه‌ځي، تر کومه چې ګواښونه موجود وي، ستونزې به هم موجودې وي."

د پوهنې وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کې له ۱۷۸۰۰ نه په زیاتو ښوونځیو کې نږدې ۹ میلیونه ماشومان په زده‌کړو بوخت دي.

ښاغلی حقمل زیاتوي چې په یو شمېر ولایتونو کې په دایمي ډول شااوخوا ۱۱۰۰ ښوونځي ده زده‌کوونکو پر مخ تړل شوي او د لنډ مهالي لپاره بیا د جګړو او ګواښونو له امله په فراه، تخار او ننګرهار کې سلګونه ښوونځي تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ماشومانو د ملاتړ مؤسسې یونېسف روانه اوونۍ د یوې تازه سروې له مخې ویلي چې په افغانستان کې د زده‌کړو په شرایطو برابر ۳،۷ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ نه محروم دي چې د دغو ماشومانو لویه برخه «۲،۲ میلیونه» یې نجونې جوړوي.

تازه داعش یا د اسلامي دولت وسله‌والې ډلې په ننګرهار کې خبرداری ورکړی چې هغه ښوونځي به په نښه کړي، کوم چې نجونې په‌کې زده کړې کوي.

د پوهنې وزارت وايي، دا چې په ګرمسیرو ولایتونو کې د زده‌کوونکو کلنۍ رخصتي پيل شوې، نو د ننګرهار ټول ښوونځي هم رخصت شوي دي او یاد احتمالي ګواښ هم له‌منځه تللی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د پوهنې او فرهنګي چارو کمېسیون په دې اړه اندېښنه څرګندوي او له حکومت نه جدي غوښتنه کوي چې د پوهنې د ستونزو هواري ته هر اړخیز کار وکړي.

د دغه کمېسیون غړي عبدالستار خواصي له ازادي راډیو سره په خبرو کې له وسله‌والو مخالفینو وغوښتل چې له پوهنې او تحصیلي سکتور سره دښمني ونه‌کړي.

عبدالستار خواصي
عبدالستار خواصي

نوموړي زیاته کړه:

"ګواښونه زیات شوي، د ښوونځیو تړل کېدل، له ملک او ولس سره لویه جفا ده، د ښوونځيو د امنیت په ساتلو کې دې حکومت جدي اقدام وکړي، په هره بیه چې وي ښوونځي باید خلاص وساتي، له ټولو خواو په ځانګړي ډول له مخالفینو نه مو په کلکه غوښتنه ده چې له معارف او تحصیلاتو سره دښمني ونه‌کړي."

بل‌خوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ټول توان سره هڅې کوي چې تړل شوي ښوونځي د زده‌کوونکو پر مخ پرانیزي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ټولو افغانانو وغوښتل چې په دې برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

څه موده وړاندې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې په هېواد کې د تړل شویو ښوونځيو د بېرته پرانیستلو لپاره‌یې عملیات پيل کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر روانه اوونۍ خبریالانو ته وویل چې یو شمېر تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي، خو په اړه‌یې کره شمېره وړاندې نه‌کړه.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG