د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

موټر چلوونکي: د ارزګان-کندهار ترمنځ پر لویه لاره طالبانو ماینونه خښ کړي


د ارزګان-کندهار لویې لارې موټر چلوونکي وايي چې وسله‌والو طالبانو پر دغې لویې لارې ماینونه خښ کړي.

دغو موټر چلوونکو د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» ازادي راډيو ته وویل چې دغه چارې یې پر کاروبار منفي اغېز کړی او له دولته غوښتنه کوي چې د یادې لارې امنیت دې خوندي کړي.

د ارزګان امنیتي مسؤلین بیا په خپل اړوند ساحه کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي، خو وايي د کندهار مربوط سیمه کې معلومات نه‎لري.

بل‎خوا د کندهار امنیتي مسؤلین د خلکو خبرې تأییدوي، خو ژمنه کوي چې یاده لاره به ډېر ژر د ټرافیکو پر مخ خلاصه کړي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په‎دې اړه رسنیو ته څه نه‎دي ویلي.

دغه لارې چې د ارزګان د خلکو لپاره د انسان د ستوني په څېر حیثیت لري، له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د دغه ولایت خلک د رغولو او امنیت غوښتنه کوي، خو لا هم دولت نه‎دی توانېدلی چې د خلکو دغه غوښتنې پوره کړي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:49 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG