د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۷

په اوکراین کې د ویشتل شوې الوتکې د پلټنو نتیجه روسیې ته ګوته نیسي


نړیوال جنايي تحقیقات ښيي چې په ۲۰۱۴کال کې د اوکراین پر فضا د مالیزیا یوه مسافر وړونکې الوتکه د روسیې د ۵۳دافع هوا لوا په بوک ډوله توغندي ویشتل شوې ده.

د پلټونکو په دې ټیم کې د اسټرالیا، بلجیم، مالیزیا، هالنډ، او اوکراین چارواکي شامل دي.

د مالیزیا د هوايي کرښو ایم ایچ ۱۷ پرواز د ۲۰۱۴ کال د جولای میاشت په ۱۷ نېټه د اوکراین د دونیڅک ښار پر فضا چې د جګړې سیمه وه، وغورځول شو.

په دې پېښه کې د الوتکې د عملې په شمول ۲۹۸ کسان ووژل شول.

د هالنډ په مشرۍ د نړیوالو جنايي تحقیقاتو تر دې اعلان مخکې د مالیزیا ددې الوتکې د نسکورېدو د پېښې یوې پلټونکې بریتانوي څیړونکې ادارې بلینګکیټ ویلي وو احتمال شته چې دا الوتکه د روسيي د ۵۳دافع هوا لوا په توغندي غورځول شوې وي.

د دې لپاره چې دا الوتکه د اوکراین له هغې سیمې ویشتل شوې وه چې د روسيي پلوه بېلتون پالو په کنټرول کې ده، مسکو او اوکرایني بېلتون پالو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین له بېلتون پالو سره د روسيي د مالي او پوځي مرستو په اړه کره شواهد وړاندې شوي دي.

دواړو د دې پېښې د څرنګوالي په اړه بېلا بېل نظرونه وړاندې کړي دي چې د نړیوالو جنايي پلټونکو لخوا رد شوي دي.

خو د دې پېښې د پلټولو بریتانوۍ څیړونکې ادارې بلینګکیټ ویلي دي چې د مالیزیا د الوتکې تر ویشتل کېدو سمدستي وروسته د بوک توغندی سیسټم چې د روسيي پوځ د اوکراین بېلتون پالو ته ورکړی و، بېرته د روسيې خاورې ته انتقال شو.

بیلینګکیټ څېړونکي ادارې چې د روسيي له یوې خپلواکې ویب پاڼې این سایډر سره په ګډه يې د اوکراین پر فضا د مالیزیا د مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو په اړه تحقیقات کړي، په تېره ډسمبر میاشت کې وویل چې دوی ډولفین په مستعار نوم یو روسی جنرال پېژندلی دی چې د الوتکې د ویشتل کېدو په دې پېښه کې دخیل دی.

پلټونکي وايي ډولفین د روسيې د پوځ د یوه متقاعد جنرال نیکولای تکاچیوف مستعار نوم دی چې دا مهال د روسيي د پوځ د مرکزي سیمې سرمفتش دی.

خو تکاچیوف دا رد کړې ده چې ده د ډولفین په مستعار نوم یې فعالیت کړی او یا نوموړی په په ۲۰۱۴ کال کې په اوکراین کې و.

XS
SM
MD
LG