د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

افغان حکومت د فوټبال د ملي ټيم غړو ته د ورکړل شویو اپارتمانونو کلۍ وسپارلې


د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړو ته د یوه یوه اپارتمان کلۍ وسپارلې.

عبدالله عبدالله وايي، که څه هم افغانستان له سختو حالاتو تېرېږي، خو د افغان ورزش‌کارانو ویاړونه ولس ته خوښۍ ورپه برخه کوي.

ښاغلي عبدالله چې د پنجشنبې په ورځ‌یې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۳» په کابل کې د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لوبغاړو ته د یوه یوه اپارتمان د کلۍ د ورکړې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې افغانان له خپلو ورزشکارانو سره مینه لري او دی هم پرې ویاړي.

عبدالله: تاسو د افغانستان خلکو ته خوښۍ راوړي
عبدالله: تاسو د افغانستان خلکو ته خوښۍ راوړي

نوموړي زیاته کړه:

"خوشحاله یم چې نن دا فرصت برابر شوی چې د ورزش له یوه مثال څخه د قدردانۍ په پار د اپارتمانونو کلۍ تاسو ته سپارو، تاسو د افغانستان خلکو ته خوښۍ راوړي او دوی درسره مینه لري او تاسو د ټول ولس استازیتوب کوئ."

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د افغانستان د ملي ټیم ۲۷ لوبغاړو ته وروسته له هغې د یوه یوه اپارتمان د ورکړې فرمان ورکړ چې دغې لوبډلې د جنوبي اسیا د فوټبال په سیالیو کې اتلولي خپله کړه.

مخکېنی ولسمشر حامد کرزی د فوټبال ملي ټیم له غړو سره.
مخکېنی ولسمشر حامد کرزی د فوټبال ملي ټیم له غړو سره.

خو دا چې افغان لوبغاړو ته د ورکړل شویو اپارتمانونو کار اوس بشپړ شو، نو ځکه‌یې کلۍ هم نن وروسپارل شوې.

د ښاغلي کرزي د فرمان له مخې د فوټبال لوبغاړو ته اپارتمانونه د الامارات په ښارګوټي کې ځانګړي شوي دي.

که څه هم افغان ورزشکارانو تل پر حکومت دوی ته د نه‌پاملرنې له امله انتقادونه کړي، خو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، حکومت به د امکان تر بریده د ورزش‌کارانو لاسنیوی وکړي.

په تېرو څو کلونو کې افغان ورزش‌کارانو په بېلابېلو برخو کې وکړای شول چې د نړۍ په بېلابېلو میدانونو کې په ښه ځلېدو سره د افغانانو سربېره د نړیوالو پام هم ځان ته راواړوي.

د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم غړي وايي، افغان ولس تل له دوی سره مینه کړې او د امکان تر بریده‌یې لاسنیوی هم کړی، خو له حکومت نه راضي نه‌دي.

افغان فوټبال ټیم په ۲۰۱۳ کال د جنوبي اسیا د فوټبال اتلوله وګټله.
افغان فوټبال ټیم په ۲۰۱۳ کال د جنوبي اسیا د فوټبال اتلوله وګټله.

د فوټبال د ملي ټیم غړی حمیدالله یوسفزي وویل:

"خوشحاله یم چې نن موږ ته د دغو اپارتمانونو کلۍ وسپارل شوې، خو دا د یوه ورزش‌کار لپاره ډېر کم څه دي، ځکه هغوی ډېر زحمت وباسي ترڅو د افغانستان نوم په نړۍ کې ښه یاد شي. حکومت باید ورزش‌کاران نور هم وهڅوي."

د فوټبال د ملي ټیم بل لوبغاړی معروف محمدي بیا ازادي راډیو ته وویل چې د افغان ورزش‌کارانو هڅونه او په دې برخه کې پانګونه کولای شي چې تر ډېره ستونزې حل او ترلاسه کېدونکي ویاړونه زیات کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG