د افغانستان د مشرانو جرګې اداری پلاوی او د ولسي جرګې یو شمېر غړي په فراه ولایت کې د ایران لاس وهنه د اندېښنې وړ بولي.
په فراه ولایت کې د اوبو د مدیریت په سر د جنګ شدت د افغانستان د ملي شورا جدي او تازه اندېښنې راپارولې دي.
د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، ایران هېڅکله نه غواړي چې له افغانستانه ورتلونکې اوبه مهار شي او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي چې په دې برخه کې ستونزې پیدا کړي.
د دې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په هرات کې د سلما بند د جوړېدو او په فراه کې د بخش اباد بند د کارونو له پیل سره سم په دې ولایت کې ناامنۍ زور اخیستی دی.
نوموړي وویل:
"ګاونډيو هېوادونو د افغانستان له اوبو په پوره توګه ګټه اخیستې او د اوبو فکټور واقعاً مهم دی، د سلما بند په جوړېدو سره په لوېدیځو ولایتونو کې ناامني زیاته شوې او د دې ترڅنګ د یوشمېر نورو بندونو له سروې کولو وروسته له ایران سره په پوله د پرتو سیمو ناامني زیاته شوه، ایران یو شمېر هغو ولایتونو په ناامنۍ کې پوره لاس لري چې له ایران سره نېږدې پراته دي."
دا اندېښنې وروسته له هغې ډېرېږي چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي فراه ولایت ته د یو سفر پرمهال وویل چې د فراه جګړه د اوبو د مدیریت جګړه ده.
له ښاغلي بهرامي سره په دې سفر کې د کورنیو چارو وزیر، د ملي امنیت عمومي رئیس او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان هم ملتیا کوله چې د فراه امنیتي حالت يې وڅېړه.
ښاغلي بهرامي که څه هم د کوم هېواد نوم وانه خیست، خو ويې ویل چې د سلما د اوبو یو شمېر نورو بندونو په جوړولو د افغانستان په لوېديځ کې د وسله والو حملې زیاتې شوي دي.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن هم وویل چې وسله والو طالبانو د ګاونډیو هېوادونو په مرسته پر فراه ولایت حمله وکړه.
له دې وړاندې ایراني مقاماتو د افغانستان د اوبو بندونو د جوړېدو په وړاندې غبرګون ښودلی و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جوادظریف تازه ویلي چې کابل او تهران د هلمند د سیند د حق په اړه کومې موافقې ته نه دي رسېدلي او ایران اړ دی چې په دې اړه په متقابل عمل لاس پورې کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان په ولسي جرګه کې د فراه استازی موسی خان نصرت وايي، ایران د بخش اباد د برښنا بند د مخنیوي په هدف هڅه کوي چې فراه ناامنه کړي.
دی وایي:
"د فراه په ناامنۍ کې د ایران لاس لرل تأييدوم، ایران دغلته مداخله کوي او لاس وهنه، له مخالفینو سره مالي مرسته، د وسلو مرسته او د ټپيانو درملنه کوي، که د فراه د اوبو بند جوړېږي، نو ایران ته چې کومې اوبه ځي، مخه يې نیول کېږي او ایران له شک پرته چې کوښښ کوي چې مخه يې ونیسي."
په هرات کې سلما، په نیمروز کې کمال خان او په فراه کې بخش اباد د فغانستان د اوبو هغه ستر بندونه دي چې اوبه يې ایران ته بهېږي.
خو په وروستیو کلونو کې د دغو بندونو کار په تېزۍ سره روان دی، د سلما بند د هند په مالي مرسته جوړ شو او د کمال خان او بخش اباد د بندونو کارونه لا هم روان دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې وړاندې په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان اوبه ډېرې با اهمیته دي او حتماً به مهار شي.
راپور: اکرام الله اکرام