د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین د هغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې، د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره د اوکراین پر بحران، له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې د امریکا وتلو ته پر غبرګون او له روسیې تر جرمني، د «نوردستورم۲» په نوم، د ګاز د پایپ لاین یا نل لیکې د جوړولو په اړه خبرې وکړې.
د «نوردستورم ۲» پروژه د روسیې ګاز پرته له دې چې د اوکراین له خاورې تېره شي، جرمني ته لېږدوي.
پوتین پرون وویل چې له دې سره به، پر اوکراین د روسیې د طبیعي ګاز جریان نه قطع کوي.
د دروسیې ولسمشر زیاته کړه چې دا پروژه، په اروپا کې له روانو سیاسي ناندریو بېله ده.
پوتین زیاته کړه:
"اجازه راکړئ چې یو حقیقت درسره شریک کړم، موږ د ناردسټورم ۲ پروژه په خاص ډول، اقتصادي پروژه ګڼلې ده، داسې پروژه چې له ابتدا سوداګريزو ادارو پرمخ بېولې ده او د هر ډول سیاسي پروسې له چوکاټه یې بهر ساتلې ده."
د جرمني صدراعظمې، انګلا مېرکل وویل چې حکومت یې پردې باور لري چې د «نارد ستورم ۲» پروژې تر بشپړېدو وروسته هم، اوکراین د روسیې د طبیعي ګاز د ترانزیټ لار پاتې کېدلائ شي ځکه د هغې په وینا، دا کار ستراتيژیک اهمیت لري.
هغې زیاته کړه چې هېواد به یې د دې ضمانت لپاره چې اوکراین د ګاز د ترانزیټ په برخه کې خپل مهم رول پر ځای وساتي، هره هڅه وکړي.
د روسیې ولسمشر او صدراعظم پرون جمعه دواړو مېرکل ته چې په یوه کال کې یې، اول وار روسیې ته سفر کړی، تود هرکلی ووایې او پوتین د سپینو ګلانو یوه دسته هم ورکړه.
مېرکل په داسې وخت کې روسیې ته تللې چې د مسکو او لندن روابط هم ډېر ترینګلي شوي دي.
په۲۰۱۴ مېلادي کال کې چې روسیې د کریمیا ټاپو وزمه په زور له اوکراینه جلا او له خپلې خاورې سره الحاق کړه، د اروپايي اتحادیې سخت غبرګون یې وپاراوه.
پر روسیې همدا راز تور پورې کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي او په هغه هېواد کې د روانې جګړې له امله، تر لس زره د زیاتو وګړو وژل کېدو ته یې لار برابره کړې ده.
له دې امله، د جرمني حکومت تر فشار لاندې دی چې پر روسیې د بندیزونو د زیاتېدو ملاتړ وکړي.
انګلا مېرکل په وروستیو کلونو کې د روسیې پر ضد سخت دریځ غوره کړی، خو بیا هم له روسیې سره د طبیعي ګاز د انتقال د پروژې کلکه ملاتړې ده.
جرمني ګاز ته ډېره اړتیا لري او روسیه یې دا اړتیا پوره کولائ شي.
د روسیې حکومت به د «نارد سټورم۲» پروژې لپاره په سایبیریا کې د طبیعي ګاز د نویو ذخیرو څخه استفاده کوي.
له جرمني سره د «ناردسټورم۲» پروژه تقریباً، یولس میلیارد ډالر ارزښت لري.
خو د اوکراین حکومت پردې پروژه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پروژه پر روسیې د اروپايي اتحادیې اقتصادي بندیزونه نفي کوي.
اروپايي اتحادیه په وروستیو کې د امریکا له متحدو ایالاتو سره د ایران د اټمي موافقې د برخلیک پر سر اختلاف لري.
له کله راهیسې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره له موافقې د وتلو اعلان کړي، د موافقې نور غړي هېوادونه - روسیه، چین، بریتانیا، فرانسه، جرمني او ایران د موافقې د خوندي ساتلو لارې لټوي.
مسکو په دې اړه د اروپايي اتحادیې د دریځ ملاتړ کړی دی.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل پرون وویل:
"دا منم چې موافقه له ایډیال حالته لرې ده خو ترهېڅ ښه ده."
مېرکل له دې سره هم ټينګار وکړ چې له واشنګټن سره پردې مسئله د اروپايي اتحادیې اختلاف د اتلانتیک دواړو غاړو ته د پرتو شریکانو اړیکو ته تاوان نه پېښوي.