د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۰۶

محمد جواد ظریف چین ته تللی، څو د ایران اټمي تړون خوندي پاتې شي


د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیران
د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیران

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په چین کې دی.

محمد جواد ظریف وویل، چین او نورو هېوادونو ته په سفر سره به په‎دې برلاسی شي چې د اټمي تړون د بریالۍ راتلونکې لپاره یوه روښانه طرحه جوړه کړي.

جواد ظریف دا خبرې په پیکېنګ کې له خپل چینايي سیال وانګ‎یي سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې ښاغلی ظریف په‎دغه دوره‎يي سفر کې له پیکېنګ وروسته مسکو او بروکسل ته هم ځي او د اټمي تړون د خوندي پاتې کېدو لپاره به هڅې وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت پرون تأیید کړه چې له محمد جواد ظریف سره د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ‎یي د خبرو اجنډا په اټمي تړون کې د ښکېلو خواوو په اړه خبرې او اړوند مسایل و.

ښاغلي ظریف پرون یکشنبه د ایران او چین مشارکت هم ستایلی چې په ځواب کې یې وانګ‎یي هیله ښودلې چې څو هېوادونو ته د ظریف سفرونه د ایران پر ځای ملي ګټې او د سیمې سوله او ثبات خوندي کړي.

محمد جواد ظریف
محمد جواد ظریف

نیمه رسمي ایسنا خبري اژانس د جواد ظریف له قوله راپور ورکړی چې پیکېنګ ته په رسېدو یې ویلي و، دی به د ډونالد ټرمپ د وروستیو پرېکړو په اړه د ایران د دریځ پر سر خبرې وکړي.

ظریف دا هم ویلي چې موږ ټولو انتخابونو ته چمتو یو او که دا تړون خوندي او دوام پیدا کړي، باید د ایران د خلکو ګټې په‎کې یقیني شي.

د نړۍ له پنځو قدرتونو سره د ایران د اټمي تړون د خوندي ساتلو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر په‎داسې حال کې هڅې پیل کړي چې د اسرائیل صدراعظم پرون یکشنبه یو وار بیا له اټمي تړونه د وتلو په خاطر د امریکا د ولسمشر پرېکړه ستایلې ده.

بنیامین نتانیاهو
بنیامین نتانیاهو

بنیامین نتانیاهو چې په بیت‎المقدس کې د امریکا د نوي سفارت په پرانیست غونډه کې برخه اخیستې وه، په‎دې اړه وویل:

"سولې ته د رسېدو لپاره باید له یو بل سره کار وکړو. موږ باید د سولې له دښمنانو سره مقابله وکړو. زه د ولسمشر ټرمپ له وروستي کاره هرکلی کوم چې د ایران پر وړاندې یې د نرمښت پر ځای د مقابلې پرېکړه وکړه."

په اسرائیل سربېره په ختیځ کې د امریکا نورو ملګرو سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو هم له ایران سره له اټمي تړونه د امریکا د وتلو له پرېکړې هرکلی کړی دی.

خو اخوا د ایران ولسمشر حسن روحاني یو وار بیا ټینګار کړی چې په اټمي تړون کې د خپل هېواد د ګټو د خوندي کېدو په شرط پاتې کېږي.

روحاني وویل، که چین، روسیه، فرانسه، بریتانیا او جرمني د ۲۰۱۵ میلادي کال په اټمي تړون کې پاتې شي ایران به هم په‎کې پاتې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه اعلان وکړ چې هېواد یې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال له شوي اټمي تړونه ووت او پر ایران بندیزونه بیا پيلوي.

راپور: صفي‎الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG