د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

د هلمند د سولې د پیل شوي ولسي حرکت غړي کندهار ته رسېدلي


د هلمند د سولې د پیل شوي ولسي حرکت غړي کندهار ته راورسېدل.

د دغه خوځښت غړي وایي، په پښو تر مرکز کابله پورې ځي او د ولس لپاره سوله او د جګړې درېدل غواړي.

د هلمند د سولې د خیمې ګډونوالو د جګړې له ښکېلو غاړو څخه د نا هيلۍ وروسته دغه پرېکړه وکړه.

شااوخوا دوه مياشتې مخکې په هلمند کې یوې ځان وژونکې حملې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله چې په سهار یې د دغه ولایت یو شمېر مدني فعالانو په یاده سيمه کې د سولې په نوم خیمه ودروله.

د دې خیمې ګډونوالو له حکومت او طالبانو د جګړې د درېدو او د سولې کولو غوښتنه وکړه، خو له ښکېلو غاړو څخه‌يې د مثبت ځواب نه ترلاسه کولو له امله خپله خیمه بېرته ټوله او له هلمند څخه‌يې پلى کابل ته حرکت پيل کړ چې اوس د دغه خوځښت غړي کندهار ته رارسېدلي.

عبدالسلام بیان او باچا خان مولاداد د نورو په استازيتوب د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې ازادي راډیو ته وویل چې تر مرکز کابل پورې به د سولې غږ پورته کوي او په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه غواړي چې د روژې په مياشت کي اوربند وکړي.

د هلمند د سولې کاروان
د هلمند د سولې کاروان

عبدالسلام زیاتوي:

"د ولسي حرکت کاروان د ولسي خلکو په خوښه راروان شوی دی، لومړۍ شپه مو کندهار ښار ته نږدې کړې، دوهمه شپه مو په دوراهي کې کړې، درېیمه شپه مو د کندهار په میوند کې کړې، څلورمه شپه مو په حوض مدد کې کړې."

مولاداد بیا وايي:

"د هلمند څخه مو حرکت کړی تر کابله به ځو او خپل پرېکړه‌لیک چې مو ښکېلو غاړو ته ورکړی وو د ولس نظر او ملاتړ به اخلو."

دوی له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د سولې له دغه حرکت سره يوځاى شي.

بل‌خوا د اختر محمد په نوم د ژړۍ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی چې په جګړه کې دی او ماشوم زوی يې ټپي شوی له حکومت او وسله‌والو څخه غواړي چې د جګړې د ژر درېدو تصميم ونیسي.

د هلمند د سولې کاروان
د هلمند د سولې کاروان

وسله‌والو د هلمند د پرلتوالو د غوښتنو په لومړي غبرګون کې ویلي وو چې دوی باید د سولې د خبرو لپاره نړيوالو ځواکونو ته ورشي.

خو په عین وخت کې حکومت د يادو پرلتونو ملاتړ کړی وو.

راپور: صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG