په منځني ختيځ کې د اسرائيلي ځواکونو لهخوا د لسګونه فلسطينيانو وژل کېدو نړيوال عکسالعلمونه پارولي دي.
ځينو هېوادونو د فلسطيني اعتراض کوونکو په وړاندې د اسرائيلي پوځيانو پر چلند انتقاد کړى دى.
دوى په بيتالمقدس کې د امريکا د متحده ايالاتونو سفارت پر پرانيستل کېدو هم اعتراض کړى دى.
په غزې تړانګه کې د اسرائيلي ځواکونو لهخوا د نږدې ۶۰ فلسطينيانو تر وژل کېدو وروسته د عکسالعملونو لړۍ روانه ده.
د نړۍ ګڼو هېوادونو د دې تر څنګ په بيتالمقدس کې د امريکا د سفارت پر پرانيستل کېدو هم اعتراض کړى دى.
په دې لړ کې د بريتانيا صدراعظمې ترزا مې د سې شنبې په ورځ د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې وويل:
"موږ وليدل چې د غزې او اسرائيل په سرحد کې خلک ووژل شول، دا يوه غميزه او ډېره د اندېښنې وړ پېښه وه، دغه ډول تاوتريخوالى سولې ته زيان رسوي او له ټولو خواوو غوښتنه کوو چې له زغم څخه کار واخلي."
د فلسطين له وګړو سره د پيوستون ښوولو لپاره اعتراضونه له منځني ختيځ او اسلامي هېوادونو څخه د نړۍ تر سطحې پراخ شوي دي.
د نړۍ د کاتوليک عيسويانو مشر پاپ فرانسېس د چهارشنبې په ورځ په منځني ختيځ کې وروستۍ پېښې او د اسرائيلي ځواکونو لهخوا د لسګونه فلسطينيانو وژنه وغندله.
ده وویل:
"د منځني ختيځ په سپېڅلې خاوره کې د کړکېچ پر زياتېدو سخت اندېښمن يم، دا تاوتريخوالى د سولې، ډيالوګ او مذاکرو په وړاندې خنډ ايجادوي."
په يونان، سويډن، د لاتينې امريکا په ځينو هېوادونو، ترکيې، اردن، لبنان او هندوستان کې په غزه کې د فلسطينيانو د وژل کېدو او په بيتالمقدس کې د امريکا د سفارت پر پرانيستل کېدو اعتراضونه دوام لري.
د دوشنبې په ورځ پر فلسطيني اعتراض کوونکو د اسرائيل د پوځ په ډزو ٥٨ فلسطينيان ووژل شول او شااوخوا ١٢٠٠ تنه نور ټپيان شول.
دوى پر دې اعتراض درلود چې د امريکا سفارت ولې له تلابيب څخه بيتالمقدس ته انتقال شو.
د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سې شنبې ناوخته په دې باب غونډه وکړه چې د اسرائيل او فلسطين استازو په يو بل کې تند الفاظ وکارول.