د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

ولسمشر غني: د لوګر امنیتي حالت د قناعت وړ نه‌دی


د سې شنبې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په لوګر کې د ۲۲۰ کېلو ولټه برېښنا د سب سټېشن او یو شمېر نورو پروژو د پرانیستې پر مهال وویل چې دا پروژې د هغو ژمنو یوه برخه ده چې هرات، پکتیا او خوست ته د خپلو سفرونو پر مهال‌يې خلکو سره کړې وې.

ده وویل، د لوګر د خلکو غوښتنه دا ده چې ولایت‌يې صنعتي، سوداګریز او ټرانزیتي شي او داسې زراعت ولري چې د کابل اړتیاوې پوره کړي او دا پروژه‌يې پیل دی.

لوګر ته له ولسمشر سره په سفر کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر، د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر او په ملي شورا کې د یاد ولایت یو شمېر استازي ملګري و.

ولسمشر د لوګر امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل چې د دې ولایت شته امنیت د دوی لپاره د قناعت وړ نه‌دی او په واضحه توګه‌يې ځايي چارواکو ته هدایت ورکړی چې د دوه اوونیو په موده کې د وضعیت د بدلون لپاره واضح پلان ترتیب او ده سره‌يې شریک کړي.

ولسمشر زیاته کړه، د لوګر د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ په ځینو برخو کې ستونزې او د خلکو شکایتونه شته چې تر شپږو میاشتو پورې به د ولایتي ادارې د ښه کولو لپاره اساسي اقدامات وشي.

ده د ولایتونو پخوانۍ درجه‌بندي هم عادلانه او منطقي ونه‌بلله او یادونه‌يې وکړه چې دا مسئله به هم وڅېړل شي.

ولسمشر په حکومتي ادارو او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو پر اړتیا هم ټينګار وکړ.

ولسمشر وویل، دی دا ځل د برښنا مبارکۍ ته راغلی، خو له روژې وروسته راځي او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره به کېني او د هغوی ستونزې او مشکلات به اوري.

ولسمشر د هر ځل په شان یو ځل بیا وسله‌والو مخالفینو ته د سولې بلنه ورکړه او ويې‌ویل، هغه وړاندیز چې ده د سولې لپاره کړی، په وروستیو ۱۰۰ کلونو کې کوم مشر خپلو وسله‌والو مخالفینو ته نه‌دی کړی.

ده وویل، د سولې نیت، اراده او هم‌يې صلاحیت لري او په وضاحت وايي، وسله‌وال که هر څومره وینه تویه کړي، دی له سولې نه په شا کېږي، ځکه سوله د ولس غوښتنه ده او دی د ولس د لومړي کس په توګه پر سوله ټینګ ولاړ دی.

په غونډه کې د لوګر والي انور خان اسحق‌زي ولسمشر ته وړاندیز وکړ چې لوګر دې دوهمې درجې ولایت ته ارتقا وکړي، د نایب امین‌الله خان لوګري روغتون چارې دې بشپړې شي، په یاد ولایت کې دې د امنیتي ځواکونو تشکیلات زیات شي او په یاد ولایت کې ۱۱۷ ښوونځیو ته د ودانیو د جوړولو په برخه کې دوی ته توجه وشي.

د لوګر والي
د لوګر والي

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG