په د افغانستان کې له ازادو رسنیو نه د ملاتړ اداره «نی» وايي، په دغه هېواد کې د خبریالانو وضعیت له لا خرابېدونکي حالت سره مخ دی.
دغې ادارې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې په ۱۳۹۶کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۵۱ سلنه لوړه شوې چې دا دوی ته د اندېښنې وړ مسئله ده.
د نی ادارې مسؤلین وايي چې په داشان یو وضعیت سره به حتا پلازمېنه کابل هم د خبریالانو د فعالیت لپاره خوندي نه وي.
د دغه ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د یکشنبې په ورځ په ۱۳۹۶لمریز کال کې د رسنیو او خبریالانو له وضعیت نه د راپور وړاندې کولو پر مهال حکومت په ۱۶ مواردو کې چې د خبریالانو نیول، پر دولتي پوستونو یې ګمارل او په رسنیو کې د نفوذ موارد هم په کې شامل دي تورن کړ.
نوموړي زیاته کړه:
"د خبریالانو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او تر دې وروسته به موږ حتا د ولسمشرۍ ماڼۍ څنګ ته هم د خبریالانو د خوندیوب شاهدان ونه اوسوو او که دلته د خوندیتوب احساس ونه کړو نو د افغانستان په هېڅ یوه سیمه کې خوندي نه یو."
ښاغلی خلوتګر وايي، د حکومت له خوا بېلابېلو پوستونو ته د خبریالانو ګمارل چې شمېر یې پنځوس تنو ته رسېږي د خبریالانو د غږ بندولو لپاره یوه هڅه وه.
د نوموړي په خبره اوس یو شمېر خبریالان د بیان د ازادۍ خلاف شوي چې دا په دې لاره کې د ورکړل شویو قربانیو په وړاندې یوه ستره جفا ده.
په افغانستان د خبریالانو د وضعیت د لا خرابېدلو په اړه په داسې حال کې ویل کېږي چې د «نی» په خبره، دوی په تېره یوه اوونۍ کې د خبریالانو په وړاندې د ګواښنې څو قضیې چې د اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د عکاس مسعود حسیني، د اریانا ټلوېزیون د عکاس او دغه شان د شېبې راډیو د خبر د څانګې د مدیر وهلو ټکولو قضیې په کې شاملې وې ثبت کړې دي.
د افغانستان له رسنیو نه د ملاتړ اداره نی وايي، په ۱۳۹۶ لمزیز کال کې، دوی د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۶ د وژنې ۱۹، د ټپي کېدو ۴۱، د نیونې ۱۶، د وهلو ټکولو ۲۳ او د ګواښ ۶۷ موارد ثبت کړي چې په ډېرېو کې حکومت ښکېل و.
دوی وايي چې په ټوله کې د ۱۳۹۵ کال په پرتله په ۱۳۹۶لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی ۵۱ سلنه زیات شوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د بیان د ازادي د محدودلو لپاره د حکومت د هڅو ادعا ردوي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د د خبریالانو د ستونزو د هواري په برخه کې د پام وړ انعطاف لرو او دا اراده لرو چې هېڅ یو خبریال ونه ځورول شي او که داسې وشول یوه کمېټه شته چې ورته رسیده ګي وکړي، اړوند ارګانونه مسؤل دي چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي موارد وڅېړي او هغوی چې د خبریالانو سره ناسم چلند کوي سزا ورکړي، موږ کله هم نه غواړو چې دغه لاسته راوړنه زیانمنه شي."
د دې ټولو انتقادونو سره سره د خبریالانو د وژنې او له دوی سره د تاوتریخوالي دوسیو ته نه رسیدګي هغه څه دي چې یو شمېر خبریالان ورته ګوته نیسي او وايي که وضعیت دغه شان دوام ومومي د خبریلانو او رسنیو کار به تر دېره اغېزمن کړي.
د افغانستان له رسنیو نه د ملاتړ اداره نی وايي، که دغه وضعیت ته پام ونه شي، روان کال به هم د خبریالانو او رسنیو لپاره ښه کال نه وي.
راپور: اجمل تورمان