د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

مسؤلین: زورواکو په کندز کې د میثاق شهروندي پرورګرام په وړاندې خنډ جوړ کړی


د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي، یوشمېر زورواکي او جهادي قوماندانان تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د پراختیايي پروژو د پلې کېدو او د شوراګانو په ټاکنو کې مداخله کوي.

دغه چارواکي وايي چې د میثاق شهروندي د پروژې له پيل څخه نېږدې دوې میاشتې تېرېږې، خو د خپل سرو وسله والو او د زورواکو لاسوهنه د دې سبب شوې ترڅو د پراختیايي پروژو کار په سمه توګه پرمخ ولاړنشي.

د دغه ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس انجنیر دوست محمد ریحان وايي، په کومو سیمو کې چې سیمه ییز زورواکي ونشي کړای د آزادو ټاکنو له لارې خپل کسان په سیمه ییزو شوراګانو کې ځای پرځای کړي، نو له کبله یې په بېلابېلو پلمو د پراختیايي پروژو د پلې کولو پر وړاندې خنډونه او ستونزې جوړوي.

نوموړي زیاته کړه:

"په لېرې ساحاتو کې په اطرافو کې بعضي وختونه زموږ د پروژې پر وړاندې امنیتي ننګونې وي چې هغه البته زموږ کارونه او پروسه لږ له خنډ او ځنډ سره مخ کوي، ځکه په ټولنه کې یوشمېر پخواني قوماندانان په بعضي سیمو کې د سیمه ییزو شوراګانو مشران دي، هغوی غواړي په یو ډول ستونزې جوړي کړي، ترڅو پرخپل ځای پاتې شي."

ښاغلي ریحان زیاته کړه چې هڅه کوي ترڅو دغه ستونزه د قومي مشرانو په مرسته حل کړي او پرته له هغه له امنیتي ارګانونو غواړي ترڅو دغې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته ورخت کې د کندز ښار اړوند د حمید بای د سیمې د پراختیايي شورا رئیس ملا ضمیرالدین بیا وايي چې زورواکي په ځینو سیمه ییزو شوراګانو کې واکمني لري او تل هڅه کوي ترڅو په پراختیايي پروژو کې لاس وهنې وکړي او حیف و میل ته زمېنه برابره کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ نېږدې ۶۰۰ کورنۍ له هرقومه دلته ژوند کوو موږ د شورا ټول غړي په خپله خوښه ټاکلي، خو زموږ په ګانډیو سیمو کې زورواکي هڅه کوي ترڅو د شوراګانو مشران وټاکل شي او د ملي پیوستون پروګرام په شان بیت المال حیف و میل کړي او موږ له حکومت څخه غواړو ترڅو د داسې کسانو مخنیوی وکړي."

بل خوا د کندز د والي ویاند نعمت الله تیموري وايي، دوی هڅه کوي د قومي مشرانو په منځګړیتوب دغو ستونزو ته د حل لاره ولټوي، څو په سیمو کې پراختیايي پروژې یوشان پلې شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د سیمه ییزو شوراګانو مشران د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او هېڅ څوک حق نه لري چې په دغه بهېر کې لاس وهنه وکړي او تراوسه پورې موږ ته داسې شکایت نه دی رارسېدلي چې کوم زورواکي مداخله کړې وي او که چېرې په دې اړه موږ ته شکایت راورسېږي نو موږ یې پر وړاندې قانوني اجراات کوو."

د معلوماتو پربنسټ، د میثاق شهروندي پروګرام چې په دې وروستیو کې د ملي پیوستون پروګرام پرځای رامنځته شوی، د دولت له مهمو پروګرامونو څخه شمېرل کېږي چې د دغه پروګرام پروژې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت، د کرنې او مالدارۍ، د پوهنې، د عامې روغتیا، د ماليې او د اوبو او برېښنا وزارتونو په مرسته د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پلې کېږي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG