د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۲

د ارزګان فعالان: حکومت د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړلو لپاره هېڅ اقدام نه‌دی کړی


په ارزګان کې یو شمېر مدني فعالان وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال په دې ولایت کې د کوکنارو کښت زیات شوی دی.

په ارزګان ولايت کې یو شمېر مدني فعالان وايي چې د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم حکومت په دې ولایت کې د کوکنارو د کښت اړولو لپاره کوم پلان نه‌لري او یوازې یې پر شعارونو او ژمنو تکيه کړې ده.

دوی وايي، تر دې مخکې هم حکومتي مسئولینو د ارزګان خلکو ته وعدې ورکړې وې چې د کوکنارو کروندې به تخريبوي او د معیشت بديل پروګرامونه به پلي کوي، خو اوس چې د تارياکو راټولولو او نېښ وهلو ته یوازې یوه میاشت وخت پاتې ده، دا ژمنې نه‌دي عملي شوي.

د ارزګان ولايت دوه مدني فعالان احسان‌الله ولسیار او سردار ولي سمسور له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"په ارزګان ولايت کې د کوکنارو د حاصلاتو راټولولو ته یوازې یوه میاشت پاتې ده، خو دولت لاس تر زنې ورته ناست دی او تر اوسه‌یې هېڅ اقدام نه‌دی کړی، یوازې نمایشي غونډې جوړوي او ژمنې کوي، خو په عمل کې یې هېڅ نه‌دي کړي."

"په تېرو پنځو کلونو کې حکومت وعدې کړي چې د کوکنارو کښت به له‌منځه وړي، خو تر اوسه‌يې په دې برخه کې هېڅ اقدام نه‌دی کړی."

د ارزګان یو شمېر بزګرانو ازادي راډیو ته ویلي وو چې د معيشت بديل پروګرام له لارې له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه‌ده شوې، ځکه نو دوی اړ شوي چې کوکنار وکري.

په ورته وخت کې په ارزګان ولایت کې د نشه‌يي موادو پر ضد د مبارزې رئیس جمعه خان بشري چې تازه‌يې دنده پيل کړې، دا مني چې د کوکنارو له‌منځه وړلو لپاره عملي کار نه‌دی شوی، دی هم د امنيتي ادارو بې‌غورۍ ته ګوته نيسي او وايي چې نور ولايت خو څه کوئ، آن دا چې د ولایت په مرکز کې هم کوکنار کرل شوي دي.

ښاغلي بشري ازادي راډیو ته وویل:

"له کله راهيسې چې زه ارزګان ته راغلی یم او معلومات مې کړي دي، حتی د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې هم کوکنار کرل شوي دي، دولتي چارواکو باید په هر قیمت سره چې وی د کوکنارو کروندې يې له‌منځه وړې وی."

د ارزګان ولایت مقام او امنیتي مسؤلین که څه هم په دې اړه څه نه‌وايي، خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په دې ولایت کې د کوکنارو له‌منځه وړلو ژمنه کوي.

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

نوموړي زیاته کړه:

"د کورنیو چارو وزیر اړوندو مسئولینو ته په جدي توګه هدایت کړی چې د کوکنارو د کښت د له‌منځه وړلو په برخه کې جدي اقدامات وکړي چې دا لړۍ به ارزګان ته هم ورسېږي او د دې ولایت امنیتي مسئولینو ته هم په دې اړه هدایت شوی دی."

د يادونې وړ ده چې تېر کال هم د ارزګان امنيتي ادارو ژمنه کړې وه چې د کوکنارو فصل به اړوي، خو دا کار يې ونه‌کړ، آن دا چې د ولايت مقام په ۱۰ مترۍ کې هم کوکنار کرل شوي او حاصلات ټول شول.

راپور: شريف‌الله شرافت

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG