د هلمند ولایت په ناامنه سیمو کې هوايي بریدونه ډېر شوي دي.
د هلمند دولتي مسؤلین وايي، هڅه کوي چې د وسلهوالو د پټن ځایونو تر څنګ هغه سیمې په نښه کړي چې د دوی مالي سرچینې بلل کېږي.
ولايتي شورا وايي، د دغو بریدونو پر مهال باید د ملکي خلکو ژوند او مال ته پام وشي.
سره له دې چې هوايي بریدونه ډېر شوي دي، خو د ځمکې لهخوا د افغان ځواکونو پرمختګ نهترسترګو کېږي.
دا چې ولې؟
د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي يې په اړه بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ: