د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۹

د سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان پر ژمنو د عمل باور نشي کېدای


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، باور نه لري چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ستونزو د حل په هدف، په خپلو ژمنو عمل وکړي.

ظاهراً پاکستان دې ته چمتو شوی چې د افغان سوداګرو مالونو ته د اسانتیاوو برابرولو په خاطر، یوه نوې طرحه عملي کړي چې په باور يې، د سوداګریزو مالونو په لېږد رالېږد کې چټکتیا رامنځته کوي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه په دې برخه کې د پاکستان په عملي کړنو باور نه لري.

د یادې خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، پاکستان تل د افغان د سوداګرو مالونه درولي او د لېږد رالېږد په وخت کې یې، افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

ښاغلي الکوزي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له دې درکه افغان سوداګرو ته ګڼ اقتصادي زیانونه رسېدلي دي.

خان جان الکوزی
خان جان الکوزی

نوموړي زیاته کړه:

"که دا ستونزې حل نه شي، مونږ باید په راتلونکي کې له ۸۰٪ څخه تر ۹۰٪ پورې خپل صادرات ودروو او ټولې مېوې به مو په افغانستان کې خرابې شي، په داسې حال کې چې مونږ د خپلو مالونو لېږد ته اړتیا لرو، پاکستان تل د مېز په سر ژمنې کوي، خو بیا پرې عمل نه کوي، خو مونږ په دې ټینګار لرو چې باید له هغه هېواد سره ستونزې حل شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په تېر کې د افغانستان ۹۰ سلنه ټرانزیټ او سوداګري د کراچۍ بندر له لارې کېده، خو د پاکستان له لورې د ستونزو له جوړېدو وروسته، دغه کچه اوس ۲۰ سلنې ته راټیټه شوې ده.

د سوداګرۍ خونې مسؤلین وايي، له هند سره د هوايي دهلیز، د چاه بهار بندر د بیا رغونې، او د تور غنډۍ او اقینې بندر په جوړېدو، تر یو بریده ستونزې حل شوي، خو پاکستان ته د مېوو د لېږد او د سوداګریزو توکو د وارداتو په برخه کې، ستونزې هم حل ته اړتیا لري.

له دې ټولو سره پاکستانۍ چاپ ده نیشن ورځپاڼې، د پاکستان د مالیې د وزیر رانا محمد افضل له قوله ویلي چې نوموړي له افغان پلاوي سره په کتنه کې، د هغې طرحې د عملي کېدو خبره کړې چې له مخې يې د پاکستان په ګمروکونو کې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کېدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې، په ورستیو کلونو کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو توکو ډکې لارۍ د پاکستاني پولیسو له خوا په بندرونو کې درول شوي چې له کبله يې سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان هم رسېدلی دی.

خو د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې برخه کې د حکومت د بې کفایتۍ ادعا ردوي او وايي چې دوی تل له پاکستانه غوښتي چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې، د افغانستان پر وړاندې دوه ګونی سیاست پای ته ورسوي.

له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه سیف الدین سیحون وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې سیاسي اړخ لري او پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان اقتصادي او سوداګریزو ګټو ته زیان ورسوي.

سیف الدین سیحون
سیف الدین سیحون

دی وایي:

"مونږ هیله لرو چې پاکستان نور له عقله کار واخلي او باید پوه شي چې د دواړو هېوادونو برخلیک، ناغېړي او بې وزلي د سیمې په کچه راکړې ورکړې ته اړتیا لري او که اوس دا پوهه رامنځته شوې وي، نو لېرې نه ده چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ښې شي."

ښاغلی سیحون ټینګار کوي چې که پاکستان په دې برخه کې خپل ستراتژیک سیاست بدل نه کړي او له افغانستان سره د ستونزو د هواري په هدف، پر نویو ژمنو عمل ونه کړي، هغه هېواد به هم له سوداګریزو او اقتصادي زیانونو خوندي نه وي، بلکې له دې اړخه به ډېر تاوان وکړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG