د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

"د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله": هاګ محکمه دې د افغانانو د شکایتونو څېړل ژر پيل کړي


د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله وايي، نړیواله جزايي محکمه باید د افغانانو شکایتونه جدي وګڼي او په افغانستان کې جنګي مجرمین محاکمه کړي.

په افغانستان کې د جنګي جرمنو په اړه له نړیوالې جزايي محکمې سره د څه باندې یو نیم میلیونه افغانانو د شکایتونو له ثبتولو وروسته د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله یادو شکایتونو ته له ځنډ پرته د رسېدنې غوښتنه کوي.

یادې ډلې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۱» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل دا چې د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه یادو شکایتونو ته د رسېدنې ظرفیت نه‌لري او لا هم د معافیت فرهنګ موجود دی باید نړیوال ورته رسېدنه وکړي.

د دغې ډلې غړی احمد شاه ستانکزی وايي، د عدالت له تأمینولو پرته د سولې ټینګښت امکان نه‌لري او په‌کار ده چې په ټول قوت د عدالت غوښتنې له دغې لړۍ ملاتړ وشي.

نوموړي زیاته کړه:

"د عدالت له تأمینولو پرته سوله ناممکنه ده او د افغانستان خلکو دا ثابته کړه چې دوی د عدالت څومره تږي دي ځکه په ډېره کمه موده کې یې له نړیوالې محکمې سره ګڼ شکایتونه ثبت کړل، زموږ هیله دا ده چې اوس حکومت او نړیواله محکمه په دې اړه ژر خپلې څېړنې پیل کړي."

نوموړي له افغان حکومته هم وغوښتل چې د نړیوالې محکمې څارنوالانو ته دې په افغانستان کې د څېړنې زمینه برابره کړي.

د نړیوالې جزايي محکمې له هغه اعلان وروسته چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو په اړه شکایتونه اخلي ۱،۱۷ میلیونه افغانانو په انلاین توګه په دې اړه خپل شکایتونه ثبت کړل.

د شکایتونو د ثبت دغه لړۍ د تېر میلادي کال په وروستۍ میاشت کې پیل او د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې تر پایه‌یې دوام وکړ.

که څه هم تر اوسه معلومه نه‌ده چې نړیواله جزایي محکمه به کله د افغانانو د شکایتونو په اړه خپلې څېړنې پیلوي، خو د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله هیله ښيي چې تر راتلونکې یوې میاشتې یاده محکمه خپلې څېړنې پیل کړي.

له نړیوالې جزايي محکمې سره د افغانانو ثبت شوي شکایتونه د ۲۰۰۳ میلادي کال یعنې له هغه مهاله راوروسته دي چې افغانستان د یادې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی.

هغه هېوادونه چې د نړیوالې جزايي محکمې غړیتوب لري او د بېلابېلو دلایلو له کبله نه‌شي کولای جنګي مجرمین محاکمه او عدالت پلی کړي یاده محکمه په دې مسئله کې د مداخلې حق لري.

که څه هم تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو په غیر مسقیم ډول په دې اړه مخالفت ښودلی و، خو افغان حکومت وايي د عدالت په تأمینولو کې له نړیوالې جزايي محکمې سره همکاري کوي.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عدلي او قضايي بنسټونه د عدالت د تأمینولو لپاره هڅې کوي، خو دا چې د ځینو جنګي جنایتونو اړخونه پېچلي او پراخ دي، نو ښه ده چې نړیواله محکمه هم خپلې څېړنې وکړي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ عدلي او قضايي بنسټونه د قانون د حاکمیت او د عدالت د تأمین لپاره کار کوي، خو دا چې په تېر کې د جنایتونو بڼه او کچه پراخه وه په ځانګړې توګه هغه جنایتونه چې د ترورېستي ډلو له لوري ترسره شوي دي، دا ډول جنایتونه هر اړخیزو څېړنو ته اړتیا لري او حکومت به همکاري وکړي."

د انتقالي عدالت د ډلې یو بل غړی رحیم جامي بیا وايي، په افغانستان کې د ډېری پېچلو ترورېستي بریدونو ملاتړي له افغانستان نه بهر دي او په‌کار ده چې نړیواله محکمه هغوی هم محکمې ته راوکاږي.

د ښاغلي جامي په خبره حقاني شبکه، د کوټې او پېښور شوراګانې چې په پاکستان کې دي او هره ورځ د لسګونو بې‌ګناه افغانانو د وژلو او جنګي جنایتونو مسؤلیت په غاړه اخلي، باید محاکمه شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG