جاپان تېر میلادي کال ۲۰ پناه غوښتونکي منلي، حال دا چې په همدې کال نېږدې ۲۰ زره کسانو له دې هېواده د پناه غوښتنه کړې ده.
دوه افغانان هم په منل شويو کې شامل دي.
د روېټرز په وینا، که څه هم په جاپان کې د زړو شمېر په زیاتېدو او کاري ځواک په کمزوري کېدو دی، خو په دې هېواد کې د مهاجرت مسئله یوه لانجمنه مسئله ده چې اکثره جاپانیان پرخپلو کلتوري ارزښتونو او نژادپالنې ویاړي.
جاپان دغه راز یو له لویو نړیوالو مرسته کوونکو دی، خو بیاهم دې ته زړه نه ښه کوي چې د پناه غوښتنې سیاستونه نرم کړي، یا مهاجرو کارګرو ته په هېواد کې د کارکولو اجازه ورکړي.
د مهاجرت له دغو سختو مقرراتو سره سره، ولې دومره زیات شمېر کسان له جاپانه د پناه اخیستو غوښتنه کوي؟ د دې هېواد د عدلیې وزارت یې په اړه وایي، په دې وروستیو کې د پناه غوښتونکو د شمېر د زیاتوالي یوعلت دا دی چې پناه غوښتونکي له اوسني سیسټم څخه ګټه پورته کوي. په دې معنی چې هر پناه غوښتونکی چې اعتباري ویزه لري، د پناه غوښتنې د دوسیې تر بشپرېدو اجازه لري چې په دې هېواد کې کار وکړي.
خو د جاپان حکومت د جنورۍ د میاشتې په نیمايي کې په دې برخه کې نوي محدودیتونه وضع کړل چې په نتیجه کې یې د پناه غوښتونکو شمېر د ډسمبر د میاشتې په نسبت، نیمایي ته را کم شو.
لومړۍ لویه ډله فيلپینیان دي چې له جاپانه یې د پناه اخیستو غوښتنه کړې، ورپسې ویتنامیان او بیا سریلانکایان دي.
وړم ۲۰۱۶ میلادي کال بیا جاپان ۲۸ کسان د پناه غوښتونکو په توګه منلي وو.