د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۶

دانشیار: ناامنیو په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د اړولو مخه نیولې

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي چې په یو شمېر ولایتونو کې روانو ناامنیو د کوکنارو د کښت د اړولو او بدیل معيشیت پروګرام د پلي کېدو مخه نیولې ده.

د دې وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۷» ازادي راډیو ته وویل چې په یو شمېر ولایتونو کې د کوکنارو د کښت د فصل له پيل سره سم د کوکنارو د کروندو د اړولو چارې پیل شوي، خو د ده په خبره امنیتي ستونزو د دوی کارونه له خنډ سره مخ کړي دي.

ښاغلی دانشیار وايي، په ناامنو سیمو کې مافیایي ډلې خلک د کوکنارو کښت ته په زوره اړ باسي.

دانشیار: مافیايي کړۍ خلک په زور د کوکنارو کښت ته اړ باسي.
دانشیار: مافیايي کړۍ خلک په زور د کوکنارو کښت ته اړ باسي.

نوموړي زیاته کړه:

"د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ناامني تر ټولو ستره ستونزه ده. په ناامنو سیمو کې هم د کوکنارو د اړولو چارې له خنډ سره مخ دي او هم‌یې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په برخه کې زموږ د پروګرامونو مخه نیولې. هرڅومره چې ناامني ډېرېږي زموږ ستونزې هم ورسره ډېرېږي."

د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پلان درلود چې په ټول هېواد کې ۱۲ زره هکټاره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاک کړي، خو د دې وزارت د چارواکو په وينا د ناامنیو له کبله دې هدف ته ونه‌رسېدل.

د دې وزارت د ۲۰۱۷ میلادي کال د راپور له مخې په روان کال کې په ټول افغانستان کې «۳۲۸۰۰۰» هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي چې د ۲۰۱۶ مېلادي کال په پرتله په ۱۰۰ کې «۶۳» زیاتوالی ښيي.

تر دې مخکې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیرې هم نا امني د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ستراتېژۍ د عملي کېدو پر وړاندې ستر خنډ بللی و.

اوس‌مهال د افغانستان په ختیځو او سوېلي ولایتونو کې د کوکنارو د کښت فصل پیل شوی او له دې کښت سره هم‌مهاله د کوکنارو د اړولو لپاره هڅې هم پيل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوګیاڼی وايي، که څه هم د دې ولایت په ګڼو ولسوالیو کې سلګونه جریبه ځمکه کوکنار اړول شوي، خو د ده په خبره د ناامنيو له امله به ونه‌توانېږي چې په ټول ننګرهار کې د کوکنارو ټول کښتونه واړوي.

عطاءالله خوګیاڼی
عطاءالله خوګیاڼی

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له خلکو او مخورو خلکو سره کار پیل کړی چې د دوی په مرسته په دې ولایت کې د کوکنارو کښت له‌منځه یوسو. امنیتي ستونزې شته او کېدای شي په ځینو سیمو کې د کوکنارو کروندې پر خپل حال پاتې شي."

هاخوا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال محمد ظفر وايي، ناامني باید د کوکنارو د نه‌اړولو لپاره پلمه ونه‌ګرځول شي.

ښاغلی ظفر وايي، که چېرې د مخدره موادو او ترورېزم پر وړاندې مبارزه هم‌مهاله پر مخ یوړل شي، له یوې خوا به د کوکنارو د کښت مخه ونیول شي او له بلې‌خوا به خلکو ته په سیمه کې د پراختیايي پروژو د پلي کولو لپاره لاره هواره شي.

راپور: عبادالله حنانزی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG