د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۴۷

ټرمپ د سعودي له پاچا سره د فیر شوي میزایل په اړه خواخوږي وښوده


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته له هغه چې د سعودي د پادشاه سلمان پر رسمي استوګنځي یو بالیسټیک میزایل فیر شو له هغه سره خپله خواخوږي او یووالی ښودلی دی.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف چې په یمن کې له حوثي یاغیانو سره جنګېږي ویلي چې د سې شنبې په ورځ‌یې په سوېلي ریاض یو لګېدونکی میزایل شنډ کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې وېډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د همدې برید پر وخت په هوا کې یو وړوکی لوګی جوړ شوی او د میزایل له شنډېدو سره تړلی بلل شوی.

حوثي یاغیانو ویلي چې پر ال یمامه شاهي ماڼۍ میزایل ویشتی او هدف‌یې د سعودي لوړپوړي مشرانو یوه لویه غونډه وه.

سپینې ماڼۍ تازه ویلي، دا یوه حمله وه چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب پوځیانو یې زمینه برابره کړې وه.

​تر دې مخکې هم د سعودي ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان دا کار د ایران سپاه پاسداران ډلې بللی و او ایران‌یې تورن کړی و چې حوثي یاغیانو ته د میزایلو په ورکولو سره مستقیمه پوځي پاروونه کوي.

د سپينې ماڼۍ په بیان کې راغلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ او پادشاه سلمان بن عبدالعزیز وویل چې ملګري ملتونه دې ایران د نړیوالو قوانینو د پرله‎پسې نقض په خاطر وپوښتي.

خو ایران د سعودي او امریکا دا تورونه بې‌ځایه بللي دي.

د سپينې ماڼۍ د بیان پر اساس د امریکا او سعودي مشرانو همداراز په پروني تماس کې د یوې سیاسي پروسې په بیا پیل خبرې وکړې چې وکولای شي د یمن جګړه پای ته ورسوي.

سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد جګړه مخته وړي او تر اوسه پورې په دې جګړه کې څه باندې ۱۰ زره ملکیان وژل شوي او میلیونونه نور له قحطۍ سره مخ دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG