د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۸

د ایران پخوانی ولسمشر "احمدي نژاد" له قضائیه قوې سره په لانجه کې دی


د ایران لوی څارنوال وایي، د دې هېواد چارواکي به ډېر ژر د پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد خبرو ته ځواب ورکړي.

احمدي نژاد د ډسمبر په ۱۷مه له قضایي ادارو غوښتي و چې په ۴۸ ساعته کې دې داسې اسناد وړاندې کړي چې پر ده او د ده پر ملګرو لګېدلي تورونه په‌کې ثابت شي.

احمدي نژاد په یوه وېډیويي پیغام کې وویل چې د ایران د قضائیه چارو رئیس، دی د اسلامي تشکیلاتو پر ګډوډولو او په هېواد کې د فتنې په خورولو تورن کړی دی.

احمدي نژاد وایي، که ژر تر ژره ده ته ځواب ورنه‌کړي، دی به له مناسبو لارو چارو له خپل حقه دفاع وکړي.

د ایران لوی څارنوال حجت‌الاسلام محمد جعفر منتظري د محمود احمدي نژاد د ولسمشرۍ زمانه یوه بې‌قانونه، له درواغو او ریا ډکه دوره بللې ده.

د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام محمد جعفر منتظري
د ایران لوی څارنوال حجت الاسلام محمد جعفر منتظري

احمدي نژاد چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې د ایران ولسمشر و، د ایران قضائیه قوه او حتی مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي له یوه امتحان سره مخامخوي، خو له دې سره دی په خپله یو ډول منزوي شوی دی.

په وېډیویي پیغام کې احمدي نژاد وایي، که د ایران په قضائیه قوه کې اصلاحات راشي د هېواد په ټولو نورو چارو کې به هم اصلاحات رامنځته شي.

تېره میاشت احمدي نژاد د ایران قضائیه قوه په دیکتاتورۍ تورنه کړه او ویې‌ویل چې د دغې قوې واک تر مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي زیات شوی دی.

د روان کال په پیل کې چې کله د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدان نګهبان شورا تأییدول، نو د احمدي نژاد او د هغه د یوه ملګري نومونه‌یې له لېسته وایستل.

د ایران د جمهوري ریاست انتخابات د مې په میاشت کې ترسره شول او حسن روحاني د یوې بلې دورې په مخه ولسمشر وټاکل شو.

د نګهبان شورا تر پرېکړې مخکې لا خامنه‌اي ویلي و چې جمهوري ریاست ته د احمدي نژاد کاندیدل د اسلامي جمهوريت په ګټه نه‌دی.

XS
SM
MD
LG