د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

امیري: روحاني د ایران ولسمشرۍ انتخاباتو کې سیالۍ ته بیا درېږي


د ایران د ولسمشر یوه مرستیال ویلي چې ولسمشر حسن روحاني به د واک د یوې بلې څلور کلنې دورې لپاره سیالۍ ته ودرېږي.

په‎ خپله ولسمشر تر اوسه اعلان نه‎دی کړی چې د مې میاشتې د ۱۹مې نېټې په انتخاباتو کې ګډون کوي، خو د ایران دولتي خبري اژانس اېرنا په پارلماني چارو کې د ایران د ولسمشر د مرستیال حسین علي امیري له قوله ویلي چې وایي:

"ښاغلی روحاني په دې وروستیو اوونیو کې دې نتیجې ته رسېدلی چې په ولسمشرۍ انتخاباتو کې ګډون وکړي."

د ایران د ولسمشر مرستیال حسین علي امیري
د ایران د ولسمشر مرستیال حسین علي امیري

د دې خبر په خپرېدو سره داسې پوښتنه راپورته کېږي چې ایا ولسمشر روحاني دا چانس لري چې راتلونکي انتخابات وګټي؟

د ایران یوې کارپوه ویلي، په هغه هېواد کې د ۱۳۵۷کال د اسلامي انقلاب راپه ‎دې‌خوا دا معمول دی چې یو ولسمشر کولای شي دوهمې دورې واکمنۍ ته ودرېږي.

ازاده خبریاله او د ایران د چارو شنونکې فرنوش امیرشاهي په دې اړه وایي:

"امکان لري په دې دوره کې هم دا کار وشي، خو په هر حال ښاغلی روحاني په ۱۳۹۲ کال کې داسې مهال کاندید شو چې د ۱۳۸۸ کال د انتخاباتو د نتایجو له کبله چې محمود احمدي نژاد په‎کې ګټونکی شو، ډېر اعتراضونه راپورته شوي وو، محدودیتونه ډېر وو او ډېری رأی ورکوونکي د دغو محدودیتونو له‎منځه وړل غوښتل. ولسمشر روحاني توانېدلی په تېرو څلورو کلونو کې پرمختګونه ولري، په تېره بیا په بهرنیو چارو کې چې توانېدلی اټمي توافق ته ورسېږي."

ازاده خبریاله او د ایران د چارو شنونکې فرنوش امیرشاهي
ازاده خبریاله او د ایران د چارو شنونکې فرنوش امیرشاهي

ویل کېږي که ولسمشر روحاني د مې میاشتې ولسمشرۍ انتخاباتو ته ودرېږي، له هغو محافظه‌کارانو او تُندلارو سره به مخامخ وي چې تر اوسه‌یې خپل کاندیدان نه‎دي اعلان کړي.

فرنوش امیرشاهي وایي، ایران کې د ولسمشر روحاني د پالېسیو مخالفین خورا ډېر دي، خو په خپله د دوی تر منځ هم مخالفتونه شته.

نوموړی وايي:

"د ښاغلي روحاني مخالفین او منتقدین په دې دوره کې فعال دي. په تېره بیا دغه ډلې ایران کې په تُندلارو مشهورې دي. د دې جریان یوه برخه لا ډېره تُندلارې ده. دوی په پارلماني انتخاباتو کې چې یو کال وړاندې ترسره شوو، ډېری څوکۍ له لاسه ورکړې او اوس غواړي چې بېرته واک ته ورسېږي. په همدې دلیل دوی ډېر هڅه کوي چې د دوی په وینا یو واحد کاندید معرفي کړي."

ویل کېږي هغه تُندلارې ډلې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني به په راتلونکو انتخاباتو کې ورسره مخامخ وي، په خپلو کې ډېر اختلافات لري چې ښایي ونه‌توانېږي د یوه واحد کاندید په ټاکلو بریالي شي.

XS
SM
MD
LG