د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ زمری ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۵۸

د افغانستان د سولې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې په دې اړه د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله خبرې راخیستي چې ویلي، د سولې د خبرو لپاره پیاوړې اراده موجوده ده.

اصلاح لیکي:

اجرائیه رئیس پرون یوې غونډې ته ویلي، هر څوک چې غواړې د سولې د خبرو لپاره له سیاسي پروسې سره یوځای شي او جګړې ته نه ووايي، دروازې یې پر مخ پرانیستي او افغان حکومت په دې برخه کې وار دمخه کوم شرط نه‌لري.

په مطلب کې د نوموړي په حواله دا هم راغلي، که مخالفین وغواړي او اعلان وکړي چې په کابل کې د سولې لپاره دفتر ورته پرانیستل شي کوم خنډ یې باید په وړاندې نه‌وي موجود.

د عبدالله عبدالله له خبرو دا هم راخیستل شوي چې د سوله کوونکو سره باید تبعیض ونه‌شي او نه‌یې هم سپکاوی وشي یا دا چې په اساسي قانون کې له ورکړل شویو حقونو محروم وګڼل شي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا په خوست کې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونې راخیستې دي.

ورځپانه لیکي:

حکمتیار په دغې غونډه کې ویلي، زما مشوره خپلو طالبو وروڼو او دوستانو ته دا ده چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني.

  • ویسا

خو ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګڼې د سر په مطلب کې د افغانستان د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي په حواله لیکلي، د امریکا په حضور کې په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی.

په مطلب کې راغلي چې نوموړي دغه څرګندونې د اسرائیلو د پایتخت په توګه د بیت‌المقدس د پېژندنې په اړه د ډونالد ټرمپ د نوي فرمان په غبرګون کې کړې دي.

په مطلب کې د ښاغلي صدیقي په حواله وړاندې راغلي، امریکا په ټوله نړۍ په ځانګړي ډول په اسلامي هېوادونو کې د جګړو او تاوتریخوالي د خپرولو لامل ده.

د مطلب لیکوال لیکي:

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال ویلي چې د امریکا په حضور کې په افغانستان کې سوله نه‌شي راتلی او افغانان هم باید له امریکا دا هیله ونه‌لري چې سوله او امنیت به ورته راولي.

XS
SM
MD
LG