د سوریې د حکومت مخالفین له روسیې او نورو هېوادونو غواړي چې د سوریې پر ولسمشر بشار الاسد فشارونه ډېر کړي، څو د جنوا د سولې خبرو له لارې د شپږو میاشتو په ترڅ کې یوې سیاسي حللارې ته زمینه برابره کړي.
د دغه پلاوي مشر نصر حریري د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سره تر خبرو دمخه خبریالانو ته وویل:
"موږ غواړو پر رژیم نور فشار راوړل شي چې د جنوا په خبرو کې ورښکېل شي او مذاکراتو ته دوام ورکړي، څو په شپږو میاشتو کې یوې سیاسي حللارې ته ورسېږو."
حریري وایي:
"له کوم پرمختګ پرته د سیاسي انتقال په اړه یوازې په خبرو سره به موږ پر دې بهیر باور له لاسه ورکړو او زموږ خلک به هم پر موږ او هم پهخپله پردغه بهیر بې باوره شي."
د سوریې د کورنۍ جګړې اووم کال روان دی او د دې جګړو د ختمېدو لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب تېرې اووه دورې خبرې بې نتیجې وې.
د سوریې د حکومت پلاوي تل د مخالفینو ډلې لهخوا د ولسمشر بشارالاسد له دندې د لېرې کېدلو غوښتنه رد کړې ده.
د واک د انتقال په پروسه کې باید ولسمشر اسد هېڅ ښکېل نهوي.
دوی د حکومت مخالفې ډلې ترورېستان بولي چې په خبره یې د مذاکراتو لپاره مشروعیت نهلري.
د سوریې د جګړې په ډګر کې د حکومت لوری وروسته له هغه پیاوړی شو چې دوه کاله وړاندې روسیه د ولسمشر الاسد په پلوۍ په جګړې کې ورښکېله شوه او لهدې سره داسې ذهنیت رامنځته شو چې ښایې مخالفین به خپل دریځ نرم کړي.
خو د حکومت مخالفینو د تېرې اوونۍ په غونډه کې یوه اعلامیه خپره کړه او یو ځل بیا یې دا غوښتنه تکرار کړه چې د واک د انتقال په پروسه کې باید ولسمشر اسد هېڅ ښکېل نهوي. دمشق او متحدین یې دا خبره نه مني.
له واکه د اسد د لېرې کېدو غوښتنه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې خبرو په اتمه دوره کې چې پرون وه هم د حکومت مخالفینو یاده کړه.
له همدې غوښتنې سره په لومړي سر کې د سوریې د حکومت لهخوا د سولې مرکچیانو د جنوا په اتمه غونډه کې ګډون رد کړی وو، خو راپورونه وایي، وروسته له هغه چې دوی ته ډاډ ورکړل شو چې د ولسمشر اسد پر موضوع به بحث ونهشي، دغه پلاوي تېره ورځ د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي اسټفان ډي مېسټورا سره ولیدل.
د مخالفینو د پلاوي مشر نصر حریري ویلي وو چې دوی په دې هیله راغلي چې په لومړي ځل د حکومت له پلاوي سره مخامخ خبرې وکړي.
که څه هم ډي مېسټورا د سوریې د سولې خبرو لپاره له څلورو تر پنځو ورځو پورې په پام کې نیولې وو، خو اوس یې دغه بهیر د ډیسمبر تر ۱۵مې پورې وغځاوه.
اسټفان ډي مېسټورا له دواړو خواوو غوښتي چې له مخکیني شرطونو پرته خبرو ته ورشي.
ټاکل شوې په دې خبرو کې پر څلورو موضوعاتو لکه انتخابات، حکومتوالي، اساسي قانون او د ترورېزم پر وړاندې جګړې په اړه خبرې وشي.
هغه څه چې د حکومت مخالفینو غوښتل تر هرڅه دمخه بحث ورباندې وکړي، بشري مرستې او هغه کسان وو چې د اسد طرفداره ځواکونو نیولي دي. د حریري په خبره د نیول شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ زره ډېر دی.
د سوریې په شاوخوا شپږ کلنه کورنۍ جګړه کې تر ۳۳۰ زره ډېر کسان ووژل شول او میلیونونه نور له خپلو کورونو کډې ته اړ شول.