د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۲۰

اسوشيټېډ پرس: ایران کې "HIV" اېډز د جنسي اړیکو له لارې زياته خپره شوې


په ايران کې په "اېچ. ای. وي" اېډز د اخته کسانو شمېر مخ پر زياتېدو دی.

راپورونه وايي، د دې ناروغۍ د خپرېدو لوی لامل جنسي اړیکې دي، خو حکومت د دې ناروغۍ د خپرېدو پړه د پيچکارۍ له لارې پر کارېدونکو نشه‌يي توکو اچوي.

د تهران په یوه بې‌وزله سيمه کې چې په نشه‎يي توکو د روږدو او پلورونکو کسانو لپاره مشهوره ده، د رواني ناروغيو ډاکتره عاطفه عظيمي د يوه بل لاروي له ګوتې وينه اخلي.

دا هلته نږدې کار کوي چېرته چې پر یوه لوحه په انګلیسي او فارسي ژبه له خلکو غوښتنه شوې چې د "اېچ. ای. وي" اېډز په اړه دې وړيا معلومات تر لاسه کړي.

خو دا او د دې همکاران اندېښنه لري چې "اېچ. ای. وي" اېډز نن سبا يوازې د هيروئینو د پیچکارۍ په شریکه کارولو نه‌انتقالېږي.

د اسوشيټېډ پرس د دغه راپور له مخې په ايران کې د "اېچ. ای. وي" اېډز ناروغي د جنسي اړیکو له لارې زياته خپره شوې ده، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې.

د تهران په یوه بې‌وزله سيمه کې چې په نشه‌‎يي توکو روږدو او پلورونکو کسانو لپاره مشهوره ده.
د تهران په یوه بې‌وزله سيمه کې چې په نشه‌‎يي توکو روږدو او پلورونکو کسانو لپاره مشهوره ده.

چارواکي وايي، ډېری هېڅ خبر نه‎وي چې دوی په دې ناروغۍ اخته دي.

همداراز د ایران په اسلامي دولت کې د دې موضوع په اړه ناارامونکې پوښتنې راپورته شوې دي، ځکه په دې هېواد کې له واده دباندې جنسي اړيکې ممنوع دي او هغوی چې دا کار کوي له سختې سزا سره مخامخ کېدای شي او توقيف کېدای شي.

د اسوشيټېډ پرس خبري اژانس راپور زیاتوي، ځيني کسان په ايران کې د جنسي اړيکو پر وړاندې د منفي چلند په اړه علني خبرې کوي او غواړي د جنسي اړيکو او "اېچ. ای. وي" اړوند معلومات خلکو ته ورکړي.

د حکومت د اټکل له مخې، د ايران په ۸۰ میليونه نفوس کې ۶۶.۰۰۰ کسان د اېډز په ناروغۍ اخته دي، خو شااوخوا ۳۰ زره‌يې نه‎دي خبر چې دوی دا ناروغي لري.

د امریکا حکومتي ارقام بيا ښيي چې په ايران کې ۱۱ لکه کسان په اېډز اخته دي، خو په هرو اوو کسانو کې یو په دې اړه نه‎دی خبر.

د اسوشيټېډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې په ايران کې تر ۵۰ فیصده زیات کسان چې "اېچ. ای. وي" اېډز ناروغي لري، له ۲۱ څخه تر ۳۵ کلونو عمر لري او د هغو کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی چې د جنسي اړيکو له لارې ورته دا ناروغي انتقال شوې ده.

د ايران په ۸۰ میليونه نفوس کې ۶۶.۰۰۰ کسان د اېډز په ناروغۍ اخته دي.

د اسوشيټېډ پرس خبري اژانس راپور وايي چې په ايران کې له واده پرته جنسي اړيکې غير قانوني دي او د ايران ملايان تل د جنسي اړيکو پر ضد تبليغ کوي چې دې کار د جنسي اړيکو په اړه ځوانانو ته د معلوماتو مخه نيولې او هغوی د جنسي اړیکو يا داسې ناروغيو لکه "اېچ. ای. وي" اېډز په اړه معلومات نه‎لري ځکه په کورنیو او ښوونځيو کې ځوانانو ته جنسي زده‎کړې نه‌ورکول کېږي.

حکومت د اېډز د خپرېدو پړه پر نشه‎يي توکو اچوي چې د پيچکاري له لارې اخیستل کېږي.

XS
SM
MD
LG