د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

اسوشیټېډ پرېس: د افغانستان ۱۰ سلنه وګړي په نشو اخته دي


په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه کسان په نشه‌یي موادو اخته دي چې په هغوی کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ویل کېږي ډېری دغه کسان له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د افغانستان د نشه‌یي موادو په وړاندې د مبارزې وزارت داسې مهال د معتادینو د درملنې او د کوکنارو د کښت د مخنیوي په اړه د جدي هلو ځلو یادونه کوي چې د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شااوخوا درې میلیونه کسان په نشه‌یي موادو اخته دي چې دا دغه هېواد د وګړو لس سلنه جوړوي.

په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي په هدف د میلیاردونو ډالرو له لګولو سره سره لا هم په دغه هېواد کې په نشه‌یي موادو د اخته کسانو د شمېر ډېرېدل د اندېښنې وړ دی.

د نشه‌یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستیال سید فیصل حسیني ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د کوکنارو د کښت د مخنیوي او د معتادینو د درملنې لپاره جدي هلې ځلې کوي.

ښاغلی حسیني وایي:

"د ملي وحدت حکومت دې ستونزې ته متوجه دی او د روان کال لپاره مو د کوکنارو د کښتونو د اړولو او ګاونډیو هېوادونو ته ډاډ ورکولو لپاره چې باید د نشه‌یي موادو د انتقال مخه ونیول شي، یوه پنځه اړخیزه غونډه درلوده، اوس هڅه کوو څو د ایکو سازمان له غړو هېوادونو سره هم وتوانېږو په دې برخه کې لا ډېرې همکارۍ رامنځته کړو."

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وایي، په افغانستان کې په درې میلیونه معتادو کسانو کې یو میلیون ښځې او څه باندې سل زره‌یې ماشومان دي.

ویل کېږي په افغانستان کې شااوخوا څلوېښت زره معتادین نشه‌یي مواد په پیچکاریو ځان ته تېروي چې دا بیا د اېډز ناروغۍ د اخته کېدو احتمال ډېروي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په افغانستان کې شااوخوا اووه زره کسان په اېډز ناروغۍ اخته دي او غالباً دا هغه کسان دي چې په پیچکاریو نشه‌یي مواد اخلي.

د افغانستان د نشه‌یي موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایي په دغه هېواد کې ډېری معتادین هغه کسان دي چې له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال سید فیصل حسیني وایي، له همدې کبله‌یې تر ډېره د معتادینو د درملنې مرکزونه په سرحدي ولایتونو کې جوړ کړي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د کډوالۍ او له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو له بهیر څخه ډېری کسان اغېزمن شوي دي، افغان حکومت په دې برخه کې ګټور پروګرامونه په پام کې لري چې یوه بېلګه‌یې په کابل کې د ۱۵۰۰ بستریز روغتون جوړېدل دي، دغه‌راز په سرحدي ښارونو لکه جلال‌اباد او هرات کې هم مجهز کلینیکونه او د ښځو لپاره ځانګړي کلینیکونه جوړ شوي، اوس‌مهال په کابل کې په نشه‌یي موادو د اخته کسانو د راټولولو پروګرام دوام لري."

د اسوشیټېډ پرېس اژانس په راپور کې د معتادینو د شمېر ډېرېدو تر څنګ د هغو کسانو یادونه هم شوې چې مخکې په خپله په نشه‌یي موادو اخته و، خو اوس‌یې نه‌یوازې له اعتیاده لاس اخیستی بلکې له نورو معتادینو سره هم مرسته کوي چې څه ډول وکولای شي له دغې ستونزې ځانونه وژغوري.

له دوی څخه یو یې رحیم رجایي دی چې اولس کاله معتاد و، خو له شپږو کلونو راهیسې یې له نشه‌یي موادو لاس اخیستی او له نورو معتادینو سره هم مرسته کوي چې روغ شي.

رجایي اوس‌مهال اسلام‌اباد ته تللی څو د معتادینو د درملنې په اړه په جوړېدونکو ورکشاپونو کې د ګډون لپاره د اتریش ویزه واخلي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل، کله چې په نشه‌یي موادو اخته وو، څو ځله‌یې د ځان وژنې هڅه وکړه ځکه له ستونزو ډک ژوند یې درلود، خو وایي، اوس چې معتاد نه‌دی او د نورو معتادینو په درد پوهېږي، نو غواړي د هغوی د ژغورنې چارې پر مخ یوسي.

XS
SM
MD
LG