د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

ملي امنيت: ننګرهار کې د داعش او طالب وسله‎والو لوی او مهم پلانونه شنډ شوي


د ملي امنیت ریاست مسؤلین وايي، داعش او طالب وسله‎والو په ننګرهار کې ډېر لوی پلانونه درلودل چې امنيتي ځواکونو د ولسونو په همکارۍ ورته شنډ کړي.

د ننګرهار د ملي امنیت ریاست مرستیال جميع‌الله نورستاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» په خوګياڼو ولسوالۍ کې رسنیو ته وويل چې داعش وسله‎والو پلان درلود چې د تورې بوړې ساحه ونيسي او همدا ځای د خراسان ولایت مرکز اعلان کړي.

دی وايي:

"په تېرو نهو میاشتو کې داعشيانو تبليغ کاوه او دا يې پلان وو چې د شینوارو سیمو نه خوګياڼو زون ته راشي او توره بوړه ونيسي او دا ځای د خراسان ولایت مرکز اعلان کړي او له دې لارې په حصارک، لوګر او نورو سیمو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي چې دا پلان‌يې موږ شنډ کړ."

د خوګیاڼو له جنګه را کډه شوي کډوال
د خوګیاڼو له جنګه را کډه شوي کډوال

نوموړی وايي، بل‎خوا وسله‎والو طالبانو هم پلان درلود چې حصارک او شيرزاد ولسوالۍ د خپلې ولکې لاندې راولي او له پاکستانه د پېښور شورا حصارک ولسوالۍ ته رانتقال کړي چې امنيتي ځواکونو د دوی دغه پلان خنثی کړ.

دی زیاتوي:

"طالبانو هم د سږ کال لپاره پلان لاره چې حصارک او شیرزاد ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راولي او دلته د پېښور شورا را انتقال کړي او په حصارک کې د ثوق او ادارې مرکز د شرقي زون لپاره فعاله کړي چې خوشبختانه د دوی دا پلان هم شنډ شو او ډېر زیات تلفات‌يې ورکړل."

په همدې خبري ناسته کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په خوګياڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالب وسله‎والو ترمنځ د خپل‎منځي نښتو په تړاو وويل چې اوسنۍ جګړه په هغو سیمو کې شوې چې هلته طالبان فعاله وو.

دی وايي، په دې ولایت کې د دواړو وسله‎والو ډلو د فعالیت ساحه تر پخوا کمه شوې او ډېری سیمې د امنيتي ځواکونو لاس ته لوېدلي.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل

ښاغلي منګل زیاته کړه:

"موږ ټول په دې اعتراف کوو چې ځينې غرنۍ لیرې پرتې سيمې د وسله‎والو په لاس کې وې، اوس هلته جنګونه رامنځته شوي چې هلته پخوا دولتي حاکميت یا کمزوری و او یا هم نه‌وو، خو اوس هغه سیمې هم د امنيتي ځواکونو لاسته راغلي او دا سیمې به ساتل کېږي."

که څه هم د ننګرهار ولایتي ادارې په خوګياڼو ولسوالۍ کې د دواړو ډلو د ځپلو په هدف د تازه عملياتو د پيل خبره کړې، خو تر اوسه په یادو سیمو کې د امنيتي ځواکونو له‎خوا عمليات نه‌دي پيل شوي.

د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د یادو وسله‎والو ډلو د خپل‎منځي نښتو له امله د خوګياڼو ولسوالۍ څخه په زرګونه کورنۍ نورو سیمو ته کډه شوي چې له دې ډلې څه باندې درې زره کورنیو سره مرسته شوې، پنځه زره کورنۍ سروې شوي او د پاتې نورو کورنیو سروې روانه ده.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG