د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

قهرمان: د فابریکو په له منځه وړلو سره نشه یې مواد له منځه نشي تلی


د ولسي جرګې غړي او نظامي کارپوهان د نشه يي موادو د جوړېدو د کارخانو پر ضد د افغان او امریکايي ځواکونو د ګډو عملیاتو هرکلی کوي.

د افغانستان دفاع وزارت او کابل کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو قومانداني وايي چې په هلمند ولایت کې له یوې اوونۍ راهيسې د نشه يي موادو د سترو کارخانو د ويجاړولو لپاره يې هوايي عملیات پیل کړي چې تر اوسه یې په څلورو ولسوالیو کې د نشه يي موادو د تولید ۲۲ کارخانې ويجاړې کړې دي.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی عبدالجبار قهرمان د نشه يي موادو د تولید کارخانو د ويجاړولو لپاره یوازې هوايي بریدونه کافي نه بولي.

ښاغلی قهرمان وايي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د کښت او تولید له منځه وړلو لپاره باید له ګاونډیو هېوادونو څخه د کېمیاوي موادو د قاچاقو مخه ونیول شي.

ښاغلی قهرمان زياتوي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري ډېره مهمه ده.

عبدالجبار قهرمان
عبدالجبار قهرمان

ښاغلي قهرمان وویل:

"نړیواله ټولنه باید په نړیوالو مارکېټونو کې د نشه يي موادو مارکېټ لږ کړي، ځکه که نړیواله غوښتنه وجود ونه لري، زموږ بزګران بیا کوکنار نه کري، که کېمیاوي مواد له خارج څخه قاچاق نشي، د افغانستان تریاک هیڅکله د پروسس مرحلې ته نه رسېږي، که هغوی دا دوه اصله له افغانستان څخه بهر تعقیب کړي، نشه يي مواد خپله له منځه ځي او د نشه يي موادو سره د مبارزې همدا منطقي لار ده."

دې واقعيت ته په پام سره چې نشه يي مواد د دولت د وسله والو مخالفینو له مالي سرچينو څخه ګڼل کېږي، امنیتي کارپوهان د هیروئینو د تولید د سترو کارخانو د ويجاړولو لپاره د افغان او امریکا د ګډو ځواکونو عملیات ګټورګڼي.

د کورنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دولت وسله وال مخالفين د نشه يي موادو له لارې هر کال لسګونه میلیونه ډالر تر لاسه کوي چې د دې علمیاتو پیل کولای شي دا مالي سرچینه له منځه یوسي.

ښاغلي یارمند زیاته کړه:

"نشه يي مواد یو ډېر ستر جرمي اقتصاد دی او له همدې لارې په کال کې ۲۰۰ میلیونه ډالره د ترورېستانو جېبونو ته ځي، کله چې د دوی پر سترو هدفونو دا علمیات تر سره شي، دا خپله د دولت او د افغانستان په ګټه ده، څنګه چې د دولت د وسله والو مخالفینو مهمه سرچینه له منځه ځي، ضروري ده چې اغېزمن عملیات تر سره شي."

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

دا په داسې حال کې ده چې د هلمند د والي حیات الله حیات په وینا، له یوې اوونۍ را په دې خوا د افغان او ناټو د ګډو هوايي ځواکونو عملیات پیل شوي او په کجکي، موسی کلا، واشير او دیشو ولسوالیو کې دوام لري.

تېره اوونۍ په دې څلورو ولسوالیو کې ۶۵ عملیات شوي چې په نتيجه کې یې ۳۸ طالبان په موسی کلا، ۳۰ طالبان په دیشو، ۱۲ طالبان په کجکي او ۵ وسله وال طالبان په واشیر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د نشه يي موادو د سترو کارخانو د ويجاړولو لپاره د امریکايي ځواکونو عملیات په داسې حال کې پپل کېږي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت او نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې د نړیوالې ادارې د کوکنارو د کښت تر څنګ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د تریاکو تولید ۹ زره ټنو ته رسېدلی و.

راپور: مرسلين ارسلا

XS
SM
MD
LG