د لبنان ولسمشر وايي، هیله من دی چې د صدراعظم سعد حریري د استعفا امله پیدا شوی بحران به ژر پای ته ورسېږي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له سعد حریري او د هغه له کورنۍ غوښتي دي چې فرانسې ته ورشي.
ښاغلي مکرون د حریري او د هغه کورنۍ ته د سعودي د پایتخت ریاض د پریښودلو په هدف یوه ډیپلوماټیکه لاره پیشنهاد کړې ده.
د لبنان ولسمشر میشل عون د پنجشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه وویل،دی هیله مند دی چې د سعد حریري د استعفې له امله پیدا شوی سیاسي بحران نور پای ته رسېدلی وي او فرانسې ته د سعد حریري په تګ سره دا ستونزه حل شي.
د لبنان ولسمشر تر دې مخکې په سعودي کې په ناڅاپي ډول د حریري د استعفې په اړه ویلي وو چې نوموړی په سعودي کې بندي دی.
دې سیاسي بحران په لبنان کې د سیمه ییزو قدرتونو ترمنځ سیالي ګړندۍ او پراخه کړې ده.
سعودي عربستان او متحدان يې د لبنان د حزب الله ډلې په ګډون په سیمه کې د ایران د شیعه بلاک سخت مخالفت کوي.
په همدې حال کې سعد حریري ته یوې نېږدې سرچینې ویلي دي چې کېدای شي نوموړی او کورنۍ يې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې له ریاض نه فرانسې ته لاړ شي.
خو فرانسوي چارواکي وايي دې هېواد ته د لبنان د پخواني صدراعظم او د هغه د کورنۍ د تګ دقیق وخت لا معلوم نه دی.
سعودي عربستان تېره اوونۍ پر لبنان تور پورې کړ چې د حزب الله ډلې په واسطه يې د ریاض پر ضد جګړه پیل کړې ده.
ریاض دغه راز تهران هم تورنوي چې د یمن له حوثي شیعه یاغیانو سره د وسلو مرسته کوي.
سعد حریري د روانې نومبر میاشت پر درېیمه نېټه د سعودي له پایتخت ریاض څخه خپله استعفې اعلان کړه.
د هغه دې اعلان دا اندېښنې پورته کړې چې ګواکې دا ګام يې د سعودي عربستان د فشارونو په نتیجه کې پورته کړی دی.