د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

د کندهار مرستیال والي: د مخالفینو حملې د جګړه‌ییز فصل لپاره قوت ښکاره کول دي


د کندهار مرستیال والي وايي، وسله‌والو طالبانو د ژمي تر رارسېدو مخکې په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړي تر څو د نوي جګړه‌ییز فصل لپاره خپل قوت ښکاره کړي.

حاجي اغا لالي دستګیري د ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې وسله‌والو طالبانو د ژمي تر رارسېدو مخکي په کندهار کې پر امنیتي ځواکونو حملې زیاتې کړي تر څو د نوي جګړه‌ېز فصل لپاره خپل قوت ښکاره کړي.

ښاغلي اغا لالي زیاته کړه:

"ژمی راروان دي او له دې اخرنیو شپو او ورځو څخه استفاده کوي او کوښښ کوي چې خپل قوت ښکاره کړي د جنګ څخه ستړي دي او په دا اخرو ورځو کې يې مشران دوی ته قومانده ورکوي تر څو دولت او نړیوالې ټولنې ته خپل قوت ښکاره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې درې ځان وژونکي حملې او پر شااوخوا ۱۵ امنیتي پوستو وسله‌والې حملې کړي.

وسله‌والو طالبانو تېره شپه د لښګرګاه له دوراهي څخه تر میوند او ژړۍ ولسوالۍ پورې پر ۱۵ امنیتي پوستو حملې وکړې.

په دغو حملو کې ۲۲ پولیس او ۴۵ وسله‌وال طالبان ووژل شول ۱۵ پولیس او ۳۵ وسله‌وال طالبان ټپیان شول.

ښاغلي دستګیري د دې پوښتنې په ځواب کې چې وسله‌والو ولې پر میوند ولسوالۍ حملو ته زور وکړی دی؟ وویل چې دغه ولسوالۍ د هلمند د نا امنه ولسوالیو سره ګډه پوله لري او وسله‌وال په اسانۍ سره تر حملو وروسته بېرته هلمند ته اوړي.

حاجي اغالالی دستګیري
حاجي اغالالی دستګیري

نوموړي زیاته کړه:

"میوند د هلمند سره سرحد لرِي او د کندهار لوېدیځ ته پرته اوله ولسوالۍ ده. تاسې ته معلومه ده چې په شمالي هلمند کې وسله‌وال ډېر قوت لري او نو په دغه وجه هغه هلته فشار راوړي."

د کندهار په میوند ولسوالۍ کې د تېرې اکټوبر میاشتې پر ۱۸مه نېټه د وسله‌والو طالبانو په یوه بل خونړي برید کې د ملي اردو لسګونه سرتېري مړه او ټپیان شول.

تېره ورځ تر غرمې وروسته په ډنډ ولسوالۍ کې یوې ځان وژونکي حملې د ناټو د قاطع ملاتړ څلور سرتېري ټپیان کړل.

په عین وخت کې څلورو وسله‌والو حمله کوونکو غوښتل چې د پولیسو د هاموې ټانک په وسیله د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ حمله وکړي خو مخه‌یې ونیول شول.

دغه‌راز یوه بل ځان وژونکي نن سې شنبه تر غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په خوګیاڼو سیمه کې د پولیسو یوې امنیتي پوستې ته نږدې خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړه چې د چارواکو په وینا یو پولیس او حمله کوونکي په‌کې ووژل شول او څلور پولیس ټپیان شول.

په کندهار کې دا امنیتي پېښې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې رامنځته شوې دي.

چارواکي وايي، وسله‌وال طالبان هر هغه څه چې په وس کې لري غواړي په څو ورځو کې د ناامنیو د رامنځته کولو په برخه کې وکاروي.

کارپوهان او خلک په افغانستان کې دوبی د وسله‌والو جګړه‌ییز فصل ګڼي.

د خلکو په وینا وسله‌وال مخالفین هر هغه څه چې په وس کې لري او په ژمي کې یې زده‌کړي وي په دې فصل کې یې د ناامنیو د رامنځته کولو په برخه کې کاروي.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG