د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

دانشیار: په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې ۴۰سلنه زیاتوالی راغلی

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت په اړه د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت څېړنې ښيې چې په تېر میلادي کال کې د افغانستان د کوکنارو کښت څلوېښت سلنه زیات شوی دی.

د دې وزارت ویاند حنیف دانشیار د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دوی لومړنۍ څېړنې ښيې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د دې حاصلاتو د زیاتوالي لامل له چین څخه افغانستان ته د اصلاح شوي تخم يا خاشخاشو قاچاق و.

دانشیار وايي، په کندهار او هلمند ولایتونو کې دېرش سلنه کرل شوي هغه خاشخاش و چې د پاکستان له لارې افغانستان ته وارد شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په دې اړه شواهد شته چې چینایي تخم افغانستان ته وارد شوی دی، دغه تخم لومړی په خاوره کې ازمايل شوی او بیا افغانستان ته راوارد شوی دی، د دغه تخم ډېره برخه د پاکستان له لارې وارده شوې ده، زموږ د معلوماتو له مخې د دغو خاشخاشو په سلو کې دېرش يې چينايي تخم دی."

په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت.
په هلمند ولایت کې د کوکنارو کښت.

ښاغلی دانشیار وايي، داسې شواهد ورسره نشته چې وښيي دغه خاشخاش د دولتونو په مرسته افغانستان ته وارد شوی.

دی وايي، په روان ميلادي کال کې هم د قاچاق کونکو له لورې داسې هڅې روانې دي چې د کوکنارو اصلاح شوی تخم افغانستان ته وارد کړي او بیا یې بزګرو ته ورووېشي.

د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې کوکنار تر ډېره حده د افغانستان په سویلي، ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې کرل کېږي او په روان ميلادي کال کې د شمالي ولایتونو په ځينو ناامنه سيمو کې هم په زرګونه جریبه ځمکه کې کوکنار کرل شوي دي.

د مخدره موادو کارپوه او سیاسي تحليلګر عباس فراسو وايي، د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د خپلو ژمنو خلاف نه یوازې دا چې د مخدره موادو د قاچاقو په مخنوي کې مرسته نه کوي، بلکې په ځینو مواردو کې په افغانستان کې د کوکنارو د حاصلاتو په زیاتېدو کې هم ونډه لري:

وزارت: په سویلي، ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې زیت کوکنار کرل کېږي.
وزارت: په سویلي، ختیځ او لوېدیځو ولایتونو کې زیت کوکنار کرل کېږي.

"د کوکنارو هغه اصلاح شوي تخمونه چې افغان بزګرو ته ورکول کېږي د هغو هېوادونو له خوا چمتو کېږي چې هلته د نشه يي موادو د رانيولو او خرڅولو ازاد بازارونه شته، کېدای شي دا کار د دولتونو رسمي سیاست نه وي، خو کورني مافیايي کړۍ په دې هېوادونو کې پراخ فعالیت لري او د دولتونو په جوړښت کې هم نفوذ لري، په ځینو هېوادونو کې حکومتونو مديریت هم کوي."

د ښاغلي فراسو په باور تر هغو چې د افغانستان ګاونډیان په خپلو هېوادونو کې د مخدره موادو د قاچاق مخه و نه نیسي، په افغانستان کې به د کوکنارو کښت راکم نه شي.

دی افغان حکومت ته وړاندیز کوي چې د کوکنارو د کښت او تارياکو نشه يي موادو د قاچاقو د مخنوي لپاره پر یوه سیمه يیزه اجماع کار وکړي چې ټول هېوادونه د مخدره موادو په مخنيوي کې صادقانه ونډه ولري.

راپور: مرسلين ارسلا

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG