د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۷

اروپايي اتحادیې بیا ایران سره د نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې ملاتړ وکړ


د اروپايي اتحادیې مشرانو یو وار بیا له ایران سره د نړیوالو قدرتونو د اټمي موافقې ملاتړ وکړ.

د اتحاديې د غړو هېوادونو مشرانو پرون پنجشنبه د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې سره وکتل او د نورو مهمو مسئلو ترڅنګ یې له ایران سره پر اټمي موافقه خبرې وکړې.

د اروپايي هېوادونو مشرانو د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او په کې ویې ویل چې په بشپړ ډول، له ایران سره د شپږو سترو قدرتونو د موافقې عملي کولو ته تعهد لري.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې، فډریکا موغریني وویل چې اروپايي مشران له ایران سره اټمي موافقه خپل او د سیمې امنیت ته مهمه ګڼي.

د ایران او نړیوالو قدرتونو ترمنځ د موافقې پر اساس، تهران منلې چې د اقتصادي بندیزونو د کمېدو په بدل کې خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

موافقه د ایران، امریکا، روسیې، بریتانیې، چین، فرانسې او جرمني د استازو ترمنځ تر څو کلونو مذاکرو وروسته، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې وشوه.

د امریکا د قوانینو پر اساس، جمهور رئيس باید په هرو نوي ورځو یا درېیو میاشتو کې یو وار تائید کړي چې ایران د موافقې سره سم عمل کوي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ وویل، دا به تائید نه کړي چې ایران د اټمي موافقې له موادو سره سم عمل کړی دی.

ټرمپ د موافقې د لغو کولو خبرداری هم ورکړ. د اروپايي اتحاديې د ۲۸ غړو هېوادونو مشرانو پرون هغه اندېښنې چې د ولسمشر ترمپ دریځ رامنځ ته کړې، تائید کړې.

له کله راهیسې چې ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اټمي موافقې مخالف دریځ غوره کړی، اروپايي اتحاديې د موافقې د ساتلو لپاره خپلې هڅې چټکې کړې دي.

هغوی پرون د امریکا له کانګرسه غوښتنه وکړه چې د موافقې د ناکامۍ مخنیوی وکړي.

له دې امله چې ډونالډ ټرمپ نه ده تائید کړې چې ایران له موافقې سره سم عمل کوي، د امریکا کانګرس دوې میاشتې یا شپېته ورځې وخت لري چې پر ایران د امریکا د بندیزونو د بیا لګولو پرېکړه وکړي او دا کار به له نړیوالې موافقې د امریکا متحد ایالات وباسي.

خو د امریکا د کانګرس یو شمېر ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو غړو ویلي چې داسې کار به ونه کړي چې په اروپا کې د امریکا له متحدانو سره په مخالفت کې وي.

اروپايي مشرانو پرون په بروکسل کې د کانګرس د غړو د دې دریځ یادونه وکړه.

خو په هر حال، هغوی پر دې هم وغږېدل چې له اټمي موافقې د امریکا د وتلو په صورت کې څرنګه اروپايي شرکتونه او پانګه وال له منفي اغېزه وساتل شي.

XS
SM
MD
LG