په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو استازې پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د ایران پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي.
د امریکا متحده ایالاتو سفیرې نیکې هیلې د چهارشنبې په ورځ داسې مهال دا خبرې کړي چې هڅه یې کوله د ایران پر وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي دریځ لپاره ملاتړ جذب کړي.
هیلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحث کې وویل:
"د ایران په اړه باید د هغه هېواد د خصمانه، بې ثباتوونکي او غیر قانوني کړنو له مخې قضاوت وشي."
هغې زیاته کړه:
"کله چې یو سرکش رژیم د بالسټیک توغندوی له لارې خپل مسیر پیلوي، دا ښیې چې موږ به ډېر ژر یوه بله شمالي کوریا ولرو. که دا کار د شمالي کوریا لپاره ناسم دی، نو ولې د ایران په اړه ورته ذهنیت نشته؟ موږ په ښکاره ویلي چې دغه رژیم نهشي کولی دواړې لارې خپلې کړي، یعنې نهشي کولی په عین وخت کې په پرلهپسې ډول له نړیوالو قوانینو سرغړونه وکړي او لا هم د نړیوالې ټولنې یو منل شوی او باوري غړی وګڼل شي."
نیکې هیلې دا خبرې په هغه بحث کې وکړې چې د اسرائیل او فلسطین په اړه خبرو لپاره جوړ شوی وو.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ پر هغه څه انتقاد وکړ چې ده د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ په اټمي موافقې کې اشتباهات بللې او وایي، هغه د امریکا په ګټه نهدي.
د امریکا کانګرس ۶۰ ورځې وخت لري چې پریکړه وکړي چې پر ایران بندیزونه باید له سره تعریف شي که څنګه؟
که داسې وشي نو دا تړون له خطر سره مخامخ کیدای شي.
بلخوا په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي غلام علي خوشرو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران له دریځه داسې دفاع وکړه:
"که موږ د جاه طلبۍ هیله درلودلی، نو اټمي تړون به هېڅکله نهوای شوی. د دې تړون او د ایران پر وړاندې د امریکا د نوې ادارې لیدلوری او وروستۍ خطرناکه ستراتیژي د نړیوالې ټولنې د خوښې پر خلاف روانه ده. نن موږ شاهد یو چې متحده ایالات تر بل هر وخت په نړیواله سطحه منزوي شوې او د ایران د پالیسیو ریښتنولي او موقف نړیوالې ټولنې ته ښکاره شوی دی."
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي تېره ورځ خبرداری ورکړی، که امریکا د تهران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ له اټمي موافقې ووځي، تهران به دغه موافقه لهمنځه یوسي.
خامنه اي دا هم ویلی و چې تهران به دغې موافقې ته ترهغو ژمن پاتې شي چې نور اړخونه یې درناوی کوي.