د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

د دولتي ادارو د ۶۹۷ تشو تدارکاتي بستونو لپاره ازموینه واخېستل شوه


د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې د دولتي ادارو د ۶۹۷ تشو تدارکاتي بستونو لپاره د څه باندې ۸ زرو کسانو څخه په کابل کې ازموینه واخېسته.

د دغې ادارې رئیس نادر نادري د پنجشنبې په ورځ د دې ازموینې د پېل پر مهال وویل چې د ازموینې په بهیر کې به هېچا ته د مداخلې حق ور نه‎کړي او ټول کسان به په‎خپل استعداد يادو بستونو ټاکل کېږي.

ښاغلي نادري زیاته کړه:

"انشاالله دا نږدې۷۰۰ کسان به استثنايي کسان وي چې خپلو خلکو ته به خدمت کوي، دوی به هېچا ته مدیون نه‎وي، نه ماته، نه اداراتو ته، نه حکومت ته؛ بلکه ځانته او د افغانستان خلکو ته به مدیون او دوی ته به کار کوي."

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس نادر نادري
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواکې ادارې رئیس نادر نادري

ښاغلي نادري وویل، د يادو کسانو په ګمارلو سره به د دولتي ادارو په تداکارتي چارو کې د شفافیت ترڅنګ اسانتیا هم رامنځ ته شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې ياد بستونه د ۴۳ اداري واحدونو له هر اړخېزې ارزونې وروسته په نښه شوي دي.

د دوی په خبره راتلونکې اوونۍ به زرګونه نور تش دولتي بستونه هم ازاد رقابت ته اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني څو میاشتې وړاندې نادر نادري د دغه کمېسیون د مشر په توګه وټاکه او وزارتونه او نورې ادارې يې د يوه فرمان له مخې مکلفې کړې چې خپل ټول تش او هغه بستونه چې سرپرستان لري د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته ولېږدوي.

راتلونکې اوونۍ به زرګونه نور تش دولتي بستونه هم ازاد رقابت ته اعلان شي.

ولسمشر دا شان وویل چې د دغه حکم په پلي کېدو سره به پنځه زره نوي بستونه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له لارې رقابت ته وړاندې شي.

په ورته وخت کې د ازموینې يو شمېر ګډونوال بیا په ازموینه کې د شفافیت ترڅنګ له حکومته غواړي چې ډېرو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي او نور بستونه هم اعلان کړي.

له دې ډلې نجیب او حامد ازادي راډيو ته داسې وویل:

"کوم مرستیالان چې دلته راغلي وو، موږ ته يې په ازموینه کې د شفافیت ډاډ راکړ، زموږ د ولسمشره دا غوښتنه ده چې نور بستونه هم ژر تر ژره اعلان کړي او ازموینه په شفافیت سره واخلي.

- له حکومته مو غوښتنه دا ده چې کوم ځوانان چې فارغېږي؛ کاري زمینه ورته مساعده کړي، څو خپله انرژي وطن ته په خدمت کې کولو کې ولګوي او هېواد مو د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسوي."

د ازموینې دغه ګډون کوونکي وايي، په بنسټونو کې د شفافیت رامنځته کولو لپاره په کار ده چې په کار پوه او رښتیني خلک په دندو وګمارل شي.

په دغه ازموینه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون سره اته وزارتونه، د تداکارتو ملي اداره او هغه ادارې چې تش بستونه يې ډېر دي همکاري لري.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG