د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۷

امریکا د عراقي او کردي سرتېرو ترمنځ د شخړې نه پراخېدو غوښتنه وکړه


د امریکا متحده ایالاتو د عراق په شمالي ښار کرکوک کې د عراقي ځواکونو او کرد وسله والو ترمنځ د شخړې د نه پراخېدو غوښتنه وکړه.

متحده ایالاتو د عراقي ځواکونو لخوا د دې هېواد د شمالي ښار کرکوک له نیولو وروسته دغلته د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیدر ناوارت په یوې اعلامیه کې د عراق له حکومت او کردانو غوښتي چې په کرکوک کې د روانې شخړې د پراخوالي مخه ونیسي او داسې هیڅ ګام پورته نه کړې چې د دې ښار وضعیت نور هم خراب کړي.

کرکوک ښار
کرکوک ښار

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د عراق د حکومت او کردستان سیمې ترمنځ لانجه کې واشنګټن د کوم لوري پلوي نه کوي او نه غواړي چې دواړه خواوې له یو بل سره ونښلي.

متحده ایالات وايي، د دې لپاره چې په عراق کې د داعش ماته یقیني شي واشنګټن په عراق کې له خپل متحدانو سره ولاړ دی.

د عراق ځواکونه درې اوونۍ وروسته تر هغې په تېلو غني ښار کرکوک ته داخل شول چې د عراق کردستان د دې سیمې د برخلیک په اړه له خپل لوري ټولپوښتنه وکړه.

په دې ټولپوښتنه کې اکثریت کردانو له عراق څخه جلا کېدو ته رایه ورکړه.

د کردستان ټولپوښتنه.
د کردستان ټولپوښتنه.

خو د عراق حکومت دا ټولپوښتنه ردکړه او هغه يې یوه غیر قانوني پروسه وبلله.

کرکوک د عراق د کردستان له خپلواکې سیمې څخه یوازې څو کېلو متره بهر موقعیت لري، د اوسېدونکو شمېر يې شااوخوا یو میلیون ته رسېږي چې کردان، ترکمنان، سني او شیعه عربان او مسیحیان دي.

که څه هم د عراق حکومت وايي، د کردانو پیشمرګه ملېشې پرته له کوم مقاومت نه له کرکوک څخه وتلي دي خو راپورونه وايي چې دغلته د دواړو خواو ترمنځ نښتې شوي دي.

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ویلي د کرکوک ښار نیول د دې هېواد د ملي یووالي لپاره اړین و.

د کردانو پیشمرګه ملېشو په ۲۰۱۴ کرکوک ښار له داعش ډلې څخه ونیو.

XS
SM
MD
LG