د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۷

د پاکستان په کراچۍ ښار کې پر ښځو د چاقو بریدونو خلک اندېښمن کړي


انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف
انځور تزئیني بڼه لري/ ارشیف

که له یوې خوا په کراچۍ کې پر ښځو د نامعلومو کسانو له‌خوا د چاقو یا چړو بریدونو خلک اندېښمن کړي، نو له بلې‌خوا بیا پولیس وايي، د هغو کسانو په لټه کې دي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې يې پر يو شمېر ښځو د چاقو بریدونه کړي او هغوی یې ټپیانې کړې دي.

په دغه ښار کې دا اندېښنې تر هغې وروسته ډېرې شوي چې د رسنیو د راپورونو له مخې په تېرو ۱۵ ورځو کې د کراچۍ په ګلستان جوهر او یو شمېر نورو سیمو کې د مخ پټو موټرسایکل سپرو کسانو له‌خوا په دې ډول بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳ ښخې او ۱ سړی ټپي شوی چې په نتیجه کې یې په ګڼو سیمو کې وېره ترهه خپره شوې ده.

په کراچۍ ښار کې د مخ پټو موټرسایکل سپرو د چاقو په برید کې یوې ټپي شوې ښځې له رسنیو سره د پېښې د حال تېرولو پر مهال په ژړغوني و وېرېدلي غږ وویل، ماښام مهال کور ته پر لار روانه وم چې پر موټرسايکل سپور يو کس راباندې یو ناڅاپي ګوزار وکړ او وتښتېد.

دا وايي:

"زه پوه نه‌شوم چې په څه‌یې ووهلم، خو په روغتون کې راته ډاکتر وویل چې په تېره اله‌یې وهلې یې، نو ښايي چاقو یا بل څه به وي، پر ما تر ګوزار وروسته پر موټرسایکل ناست سړی تری تم شو."

دې پېښو د پاکستان فلمي ستوري هم اندېښمن کړي.
دې پېښو د پاکستان فلمي ستوري هم اندېښمن کړي.

له بلې‌خوا په کراچۍ کې پر ښځو د بریدونو پر خلاف ګڼ شمېر ښځو احتجاجي مظاهرې هم کړي، د پولیسو پر ضد یې په‌کې شعارونه ورکړي او له هغوی یې غوښتي چې پر ښځو په بریدونو کې ککړ خلک دې ژر تر ژره ونیسي او سخته سزا دې ورکړي.

په یوې احتجاجي مظاهره کې یوې ګډونوالې له رسنیو سره په خبرو کې ويلي:

"دا خو کوم پېری نه‌دی، خو انسان دی، دا ولې زموږ حکومت ته نه تر سترګو کېږي؟ حکومت ته په کار دي چې په دې لړ کې سنجیده اقدامات وکړي."

په عین حال کې بیا د پاکستان یو شمېر ښځینه فلمي ستورو هم پر ښځو د چاقو بریدونه غندلي، دا پېښې یې خطرناکې بللي او له حکومته‌یې غوښتي چې د دغو پېښو مخه دې ونیسي او عاملین دې یې تر نیولو وروسته په عام محضر کې په دار وځړوي.

یوې فلمي ستورې په دې اړه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي:

"دغه کس باید ونیول شي او په عام محضر کې دې ورته د مرګ سزا ورکړل شي، له دې کمه سزا به ورته ناکافي وي."

له بلې‌خوا بیا پولیس وايي، د دغو بریدګرو د نیولو لپاره‌یې هڅې ګړندۍ کړې دي، ځیني مشکوک کسان‌یې نیولي او د دغو چاقو لرونکو مخ پټو کسانو په نیولو یا د هغوی په اړه معلومات ورکولو کې مرسته کوونکو ته‌یې د ۵ لکو روپیو د انعام اعلان هم کړی.

د کراچۍ د پوليسو یوه مشر ای. ډي خواجه په دې ښار کې پر ښځو د چړو د بریدونو د پېښو تر راڅرګندېدو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا بریدونه يو تن کوي چې ژور زخم نه‌ورکوي او په خبره‌یې چې تر دې دمه‌یې لا د دغې پېښې کره لامل نه‌دی معلوم کړی.

نوموړی په دې اړه وايي:

"دغه پېښې یو ځوان چې هېلمټ‌یې په سر او مخ‌یې پټ وي د شپې په تیاره کې کوي، دا چې هر څوک دی یا خو اروايي ناروغه دی او یا نورې مسئلې لري، خو موږ د دې لپاره ځانګړي تدابیر نیولي دي او ډېر ژر به‌یې ونیسو."

پولیس وايي د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړي.
پولیس وايي د عاملینو د نیولو هڅې یې پیل کړي.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر تجارتي ښار دی چې له تېرو ډېرو کلونو راهیسې په‌کې هدفي وژنې، قلنګ اخیستنه او پر پولیسو د بریدونو لړۍ روانه ده، خو د دغه ښار پولیس چارواکي وايي چې په دې وروستیو کې د عملیاتو له امله دغه پېښې تر ډېره کمې شوي او وضعیت‌یې کنټرول کړی دی.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG