کابل چاپ ورځپاڼو نن دوشنبه تر ډېره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې په برخه کې د همکاریو په اړه موجودو هیلو او شکونو ته کتنه کړې.
مسیر:
مسیر ورځپاڼې خپله سرلیکنه همدې مسئلې ته ځانګړې کړې او لیکلي یې دي چې پاکستان حاضر شوی چې د سولې په برخه کې له افغان حکومت سره همکاري وکړي.
ورځپاڼه وړاندې د ځینو سرچینو په حواله لیکي چې په دې لړ کې لومړنۍ غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۱۶ مه د عمان په پلازمینه مسقط کې جوړېږي.
ورځپاڼه لیکي چې دا د څلور اړخیزو غونډو لړۍ ده چې په کې کابل او اسلام اباد د چین او امریکا په حضور کې په لوړه کچه خبرې کوي.
ورځپاڼې لیکلي چې افغانستان پرته له دې چې په اسلام اباد باور وکړي او د سولی خبرو ته لاړ شي، بله چاره نه لري، خو دا باور باید له شکونو او تدبیرونو سره یو ځای وي، ځکه د ورځپاڼې په وینا، دا امکان موجود دی چې پاکستان له نړیوالو فشارونو د ځان د خلاصون لپاره د تل په څېر د وخت د ضاېع کولو هڅه وکړي او بیا یو داسې ګام پورته کړي چې هر څه له منځه یوسي.
ملي ارمان:
ملي ارمان ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو او داعش په نامه د خوځښتونو د رامنځ ته کولو اصلي عامل بللی او لیکلي یې دي چې د دغو دواړو ډلو د روزنې، د سمبالښت مرکزونه په پاکستان کې دي.
ورځپاڼې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د امریکا په پالیسۍ هم انتقاد کړې او لیکلي یې دي چې امریکا نه غوښتل په افغانستان کې سوله ټینګه کړي، که نه نو د ورځپاڼې په وینا، طالبان داسی کوم ځواک نه و چې د امریکا او متحدینو په وړاندې د درېدو توان ولري.
ورځپاڼې لیکلي، اوس چې امریکا په افغانستان او سیمه کې د ترورېزم په وړاندې د مبارزی لپاره نوې تګلاره جوړه کړې، نو پکار ده چې پاکستان باندی لازمه توجه وکړي.
هیواد:
هیواد دولتي ورځپاڼې هم لیکلي چې به افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د همکارۍ لپاره د پاکستان په وروستیو ژمنو باور نشته.
ورځپاڼه لیکي چې پاکستان اوس مهال د امریکا تر فشار لاندې دی، څو په افغانستان کې د ترورېزم په خلاف په روانه جګړه کې همکاري وکړي، خو ورځپاڼه دا کار دومره هم اسانه نه بولي.
ورځپاڼې د ایشیا پسفیک خپرونې په حواله وړاندې لیکلي چې کابل ته د جنرال باجوه وروستی سفر او له افغان حکومت سره یی د همکارۍ ژمنې د افغان حکومت د تېرایستلو لپاره د اسلام اباد یوه بله هڅه ده.
ویسا:
خو ویسا ورځپاڼی بیا په خپل لومړي مخ کې د مشرانو جرګې د غړو په حواله لیکلي چې د پاکستان په اړه د ټرمپ د اداری ستراتیژۍ ته هم زیاته خوشبیني پکار نه ده.
ورځپاڼې وړاندې د سناتورانو په حواله لیکلي چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د پاکستان په اړه امریکا کوم پرېکنده سیاست نه درلود، څو په افغانستان کې د اسلام اباد د ظالمانه لاس وهنو مخه ونیسي.
ورځپاڼې لیکلي دي چې د امریکا نوې ستراتیژي شاید زیاتې لاس ته راوړنی و نه لري او دغه ستراتیژي پاکستان په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې همکارۍ ته نشي هڅولاې.