د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۱

روسیه کې د پاکستان او روسیې ګډ پوځي تمرینونه پیل شول


د روسيې او پاکستان ځانګړو ځواکونو د روسيې د شمالي قفقاز په قراچاى چرقس جمهوريت کې د دوو اوونيو لپاره ګډ رونيز تمرينات پيل کړل.

نن د دغو تمريناتو په پرانېستونکو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ٢٠٠ پوځيانو او د ځانګړو ځواکونو قوماندانانو برخه درلوده.

د پاکستان يوه جنرال سعيد علمدار حسين شاه وويل: دغه تطبيقات هم د اسلام اباد او هم د مسکو لپاره خورا مهم دي.

حسين شاه دغو مراسمو ته په وينا کې وويل: د دغو تمريناتو هدف د مسلکي تجربو شریکول او د روسيې او پاکستان د غرنيو قطعو ترمنځ په پوځي برخه کې د همکاريو پياوړي کول دي.

د روسيې د ځواکونو يوه وياند واديم استاف يف وويل، د دروژبا ٢٠١٧ پوځي تمرينات به د ټرورېزم-ضد عملياتو، د برمته وو د ژغورنې د ماموريتونو او د تالاشۍ د عملياتو په برخه کې همکاري زياته کړه.

دغه تطبيقات به د اکتوبر مياشتې تر څلورمې روان وي.

  • پخواني معلومات

په روسیه کې د پاکستان او روسیې د پوځ د ځانګړو ځواکونو "Special Forces" ګډ پوځي تمرینونه پیل شول.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې "ISPR" د دوشنبې په ورځ په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دواړو هېوادونو د ځانګړو ځواکونو د تمرینونو د پیلېدو په مراسمو کې د پاکستان او روسیې د ځانګړو ځواکونو جګ پوړو افسرانو ګډون کړی و.

خبر پاڼه کاږي:

"دغه تمرینونه په دوه اوونۍ جاري وي چې د دواړو هېوادونو ځانګړي ځواکونو په په کې د ترهګرۍ د مخنیوي، تلاشي عملیاتو او د یرغملو د خلاصون په ګډون په یو شمېر برخو کې تمرینونه وکړي."

د پاکستان پوځي مقامات وايي چې د دغه تمرینونو پر مټ به د پاکستان او روسیې ترمنځ پوځي همکاري لا پیاوړې او پراخه شي.

د یادونې وړ ده چې د تېر ۲۰۱۶میلادي کال په همدې سېپټمبر میاشت کې د روسیې نېږدې ۲۰۰ پوځيان په لومړي ځل پاکستان ته تللي وو او د دې هېواد له پوځ سره یوځای یې ۲ اوونۍ جنګي تمرینونه کړي وو.

XS
SM
MD
LG