کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ولسمشر غني د ګډون په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړي دي.
ملي ارمان:
ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، ټاکل شوې چې ولسمشر غني د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې وینا وکړي.
په سرمقاله کې راغلي چې د ښاغلي غني د وینا مهم ټکي له ترهګرۍ سره مبارزه او له هېواد بهر له دوی څخه د ملاتړ موضوعات په ګوته شوي دي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، دا ناسته په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان لپاره یو ښه فرصت دی چې باید ولسمشر ورنه ښه ګټه پورته کړي او د نړیوالو پام خپل هېواد او هغو ستونزو ته چې د افغانستان خلک یې له ترهګرۍ سره لري واړوي.
په سرمقاله کې دا هم راغلي چې د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه د پاکستان او له دوی سره د عرب شیخانو مرسته هم باید د ولسمشر په خبرو کې یاده او پر طالبانو د مالي مرستو د بندېدو خبره په وضاحت سره د نړۍ له مشرانو سره شریکه کړي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي، په دې وروستیو کې امریکا د افغانستان لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه، ولسمشر غني به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې د ګډون په هدف امریکا ته په خپل سفر کې د هغه هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري، ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور افغان ولسمشر خپل امریکايي سیال ته په دې اړه ډېر څه لري او د ترهګرو د ځالو او ملاتړ کوونکو په اړه به نور شواهد هم نوموړي ته وسپاري.
په سرمقاله کې راغلي، د ولسمشر غني دې سفر ته افغانان ډېرې هیلې لري، د ولسمشر دا سفر ډېر مهم دی او د ترهګرۍ پر ضد به د ګډې مبارزې او د ستونزو د حل لپاره د ملګرو ملتونو او په ځانګړي ډول د امریکايي چارواکو ملاتړ راجلب کړي.
مسیر:
مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، افغان سناتوران وايي ولسمشر دې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له ترهګرو نه د ملاتړ په برخه کې د پاکستان رېښتینې څېره ښکاره او د افغانستان د خلکو دریځ دې په څرګند او جدي ډول اعلان کړي.
په مطلب کې دا هم راغلي چې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې ویلي، چې ولسمشر باید هر هغه څه چې سیمه او افغانستان کې روان دي د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ او د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره په لیدنو کې په روښانه توګه مطرح کړي.