د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

ارګ د افغانستان په اړه د ترکمنستان د ولسمشر پرېکړې تاریخي وبللې


ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ته د خپل يو ورځني سفر پر مهال د هغه هېواد له ولسمشر سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او په اقتصادي همکاریو خبرې کړي.

د ارګ له‎خوا په خپره شوې اعلامیه کې په دې اړه راغلي چې ولسمشر غني په دغه لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو په اړه د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محدوف پرېکړې تاریخي بللي.

په ورته وخت کې د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د یکشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، افغان حکومت په دې هڅه کې دی چې د منځني اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې همکارۍ پراخې کړي.

دی وايي:

"په دې وروستیو کې د منځني اسیا سره د افغانستان اقتصادي اړیکې زیاتې شوي او پرمختګ يې کړی،د افغانستان حکومت په دې هڅه کې دی چې د منځني اسیا له پنځو هېوادونو سره د ریل پټلۍ د غځولو په برخه کې زیاتې همکارۍ ولري."

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال

په تېرو څو کلونو کې افغان حکومت تر ډېره دا هڅه کړې چې د نویو ټرانزیټـي لارو او هوايي دهلېزونو په پرانېستلو سره، د پاکستان له انحصاره ځان خلاص کړي چې د اقینې او چا‎بهار بندرونو او له هند سره د هوايي دهلېز جوړېدل ښې بېلګې دي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني قزاقستان، ترکمنستان او تاجکستان ته سفرونه درلودل چې د يادو هېوادونو له مشرانو سره‌ یې يو شمېر اقتصادي هوکړه‎لیکونه هم لاسلیک کړي دي.

ازبکستان او قرغزستان هم د منځني اسیا هغه دوه نور هېوادونه دي چې د افغان حکومت په خبره د افغانستان په اقتصادي وده، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې يې همکارۍ د افغانستان لپاره مهمې دي.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې اداري پلاوی د منځني اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د اړیکو پراختیا د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او يادو هېوادونو ته د ولسمشر غني سفرونه ګټور ګڼي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د ولسمشر تګ ترکمنستان او تاجکستان ته او د افغانستان په اقتصادي چارو خبرې کول په ځانګړي ډول په ټرانسپورټ او ټرانزیټ دا د افغانستان د خلکو لپاره ښه زیری دی، له نیکه مرغه اوس په بدیلو لارو باندې کار وشو او دا لارې باید نورې هم پراخې شي چې په دې توګه سوداګري او راکړه ورکړه نوره هم زیاته شي."

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر افغان کارپوهان هم د منځني اسیا له هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د افغانستان اړیکې مهمې بولي او په دې برخه کې د افغان حکومت دریځ ستایي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG